Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن دوه لوبې کېږي

359790

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې کېږي چې لکناو له حیدراباد او ډیلي له پنجاب سره د سیالۍ ډګر ته ځي.

ټاکل شوې چې د د لکناو سوپر جایټنز او سنرایزر حیدراباد لوبډلو ترمنځ سیالي نن له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د حیدراباد په راجېف ګاندي لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ډيلي کپېټلز او پنجاب کنګز لوبډلو سیالي به ماښام ۶:۳۰ بجې ډیلي کې وشي.

د لکناو سوپر جاینټز لوبډلې د یاد لیګ په وروستیو پنځو سیالیو کې یوازې یوه لوبې ګټلې، یوه یې د باران له کبله مساوي او دریوو کې له ماتې سره مخ شوې ده.

روان اي‌پي‌اېل لیګ کې بیا لکناو لوبډلې حیدراباد ته په پنځو وېکټو ماته ورکړې ده.

سنرایزر حیدراباد چې دا مهال د روان لیګ د جدول په نهم ځای کې شتون لري، په وروستیو پنځو سیالیو کې یې درې بایللي او دوه یې ګټلي دي. بل‌خوا د نن ماښام دویمه سیالي کې به ډیلي کپېټلز له پنجاب کنګز سره مخ دي چې دواړه لوبډلې په اتم او لسم ځایونو کې شتون لري.

ډیلي لوبډله چې تر ډېره یې مخته تګ ستونزمن دی، له ۱۱ سیالیو څخه یې یوازې څلور لوبې ګټلي او د جدول په وروستي ځای کې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پنجاب کنګز بیا که څه هم له ۱۱ سیالیو پنځه ګټلي او شپږ یې بایللي، د مخته تګ لپاره پاتیو ټولو سیالیو کې بریا او ښې لوبې ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام