Asset 1SWN

پنجاب‌کنګز نن ای‌پي‌اېل لیګ کې کلکته نایټ‌راډرز سره لوبه کوي

357233

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن پنجاب کنګز له کلکته نایټ‌راډرز لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د کلکتې په کورني لوبغالي اېډن ګارډنز کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پنجاب کنګز لوبډله چې دا مهال د ای‌پي‌اېل لیګ د جدول په اووم ځای کې شتون لري، له کړیو لسو سیالیو څخه یې پنځه ګټلي او پنځه یې بایللي دي.

پنجاب لوبډلې د یاد لیګ په لومړۍ لوبه کې کلکتې ته د اوو منډو په توپیر ماته ورکړې ده. یادې لوبډلې په وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې دوه ځلې بریا خپله کړې او درې لوبې یې بایللي دي.


ای‌پي‌اېل لیګ کې نن ګوجرات له ډیلي سره لوبه کوي

د هند د کرېکټ ای‌پي‌اېل لیګ کې نن دوه لوبې کېږي

ای‌پي‌اېل لیګ؛ پنجاب نن له لکناو سره لوبه کوي


پنجاب کنګز او کلکته نایټ‌راډرز لوبډلې چې په وروستیو شل اووره سیالیو کې سره مخ شوي درې پنجاب او دوه ځلې کلکتې بریا خپله کړې ده.

کلکته  نایټ‌راډرز لوبډلې هم یاد لیګ کې له خپلو کړیو پنځو سیالیو څخه دوه ګټلي او درې یې بایللي دي. دغه لوبډله د جدول په اتم ځای کې شتون لري او له لسو سیالیو څخه یې څلور ګټلي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ای‌پي‌اېل لیګ په پرونیو دوو سیالیو کې ګوجرات ټایټنز لکناو سوپر جاینټز ته ماته ورکړه او سنرایزر حیدراباد لوبډلې هم له یوې په زړه پورې سیالي وروسته راجستان رویلز مات کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام