Asset 1SWN

هرات کې د لبنباتو ټولنې جوړېدل؛ د لبنیاتو خرڅوونکي: ملاتړ ته اړتیا لرو

گشایش اتحادیه_ی لبنیات_فروشان در هرات 1

د هرات یوشمېر څاروي‌لرونکي او د لبنیاتو خرڅوونکي، په دغه ولایت کې د لبنیات پلورونکو ټولنې له جوړېدو خوښ دي او وايي، تمه شته چې د کار په پیل سره به ورته اسانتیاوې برابرې او دغه‌راز به د شیدو د پروسېس او بازار موندنې په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

د هرات د لبنیاتو یو پلورونکی محمدسلیم وايي، یاده ټولنه به د لبنیاتو خرڅوونکو ترمنځ همغږي رامنځته کړي او د دوی ستونزې به تر مسوولو چارواکو ورسوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «دا اتحادیه جوړول ډېرې اسانتیاوې برابروي،  په هرات ښار کې شاوخوا ۱۸۰ تر ۱۹۰ پورې د لبنیاتو خرڅولو دوکانونه دي. موږ ورسره همغږي کړې او ترمنځ به مو یووالی او اتحاد راشي.»

د دغه ولایت یوه مالدار اسدالله حق‌دوست چې اوس ۴۰ غواګانې لري او هره ورځ ترې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ کیلو شیدې ترلاسه کوي، وايي، بازار نه‌لري. نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې د محصولاتو د خرڅلاو لپاره ورته بازار موندنه وکړي.

نوموړي وویل: «هغه ستونزې چې دامهال ورسره مخ یوو، د بازار نشتون دی. مثلا یوه کیلو شیدې اوس پر ۳۵ تر ۴۰ افغانیو  تمامېږي، خو موږ یې بازار ته پر ۲۰ افغانۍ وړاندې کوو. له حکومت مو غوښتنه دا ده چې د مناسب بازار په موندنه کې راسره همکاري وکړي، څو موږ وکولای شو دا شیدې نیمروز ، بادغیس او کابل ته هم ورسوو.»

مستوره چې ۲۲کاله کېږي د لبنیاتو تولید برخه کې پر کار بوخته ده، د لبنیاتو له ټولنې غواړي چې مېرمنو ته د پوهاوي برخه کې پروګرامونه جوړ کړي او دوی ته روزنه ورکړي، څو وکولای شي په خپلواکه توګه کار وکړي.

نوموړي وویل: «له اتحادیې څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د روزنې او سیمینارونو په برخو کې له موږ سره همکاري وکړي، څو مېرمنې وکولای شي کار وکړي. خپلې تجربې دې له موږ سره شریکې کړي، د هغو وسایلو مرسته دې وکړي چې له کمبود سره یې مخ یوو، څو موږ هم وکولای شو ، کار وکړو او ښه لبنیات بازار ته وړاندې کړو.»

په هرات کې د مالدارۍ د برخې کارپوهان، د ټولنې جوړول ښه اقدام ګڼي او وايي، له دې لارې به د مرکز او ولسوالیو د لبنیات پلورونکو ترمنځ همغږي رامنځته او کار به یې اغېزمن شي.

بل‌خوا د هرات د لبنیاتو پلورونکو ټولنې مشر عبدالرحیم عثماني د دې ټولنې جوړېدل مهم بولي او وايي چې غواړي د یاد ولایت د لبنیاتو پلورونکو په مالي مرسته د شیدو پروسېس ته مناسب بازار او روغتیايي اسانتیاوو برابرولو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل: «د ټولنې له جوړولو زموږ موخه اتحاد او یووالی دی. دویمه دا چې کومې پروژې له موسسو اخلو د ټولو غړو ترمنځ باید د قرعه‌کشۍ له مخې توزیع شي، نورې هغه اسانتیاوې چې موږ یې غواړو برابرې کړو، دا دي چې هره اوونۍ به څارنه کوو، څو محصولات کنټرول شي او روغتیايي لارښوونې په نظر کې ونیول شي. دا څارنه به د ټولنې، عامې روغتیا او مالدارۍ امریت له‌خوا تایید کېږي، څو موږ وتوانېږو باکیفیته محصول خپلو ښاریانو ته په واک کې ورکړو.»

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې نه یوازې نارینه، ګڼ‌شمېر ښځې هم پر مالدارۍ او د لبنیاتو پر تولید بوختې دي. دغه چارواکي وايي، هڅه کوي چې د دې ټولنې له لارې په یاد ولایت کې د لبنیاتو پلورونکو ستونزې حل کړي.

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  رییس پیرمحمد حلیمي سلام‌وطندار ته وویل: «هرات کې د مالونو د ناروغیو د مخنیوي په اړه د واکسینو ورکول او د محصولاتو پلور لپاره مناسب بازار او د لابراتوار جوړول په پام کې لرو، څو د دوی ستونزې حل شي. هڅه کوو چې د ریاست خدمات ټول د مالدارانو په واک کې ورکړو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال هرات کې د شیدو د تولید، پروسېس او بسته‌بندۍ ۶۰۰ فارمونه فعال دي چې په دودیزه او معیاري توګه فعالیت لري. همداراز دغه ولایت کې د لبنیاتو ۴۳۰ پلورنځیو کې ۴۵ مېرمنې هم پر کار بوختې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام