Asset 1SWN

هېواد کې سېلابونه؛ ۱۴ولایتونو کې ۱۵کسان مړه شوي

In this picture taken on Saturday, April 26, 2014, Afghan youth save their belongings from the water after a flood at Jawzjan province northern Afghanistan. An official says flooding in northern Afghanistan has killed more than 100 people and driven hundreds more from their homes. The Afghan National Army was using helicopters to rescue people trapped by the waters and ferry food and water to remote areas. (AP Photo)

هېواد کې د وروستیو درېوو ورځو پرمهال په ۱۴ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله ۱۵کسان مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولې دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د یادې مړینې ترڅنګ ۱۴۰ کورونه په بشپړه او نیمه بشپړه توګه ویجاړ او ۲۱۲۵ څاروي هم له‌منځه تللي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد وزارت ویاند عبدالله جانان سایق سلام‌وطندارته وویل: «په ۱۴ ولایتونو کې لکه هلمند، میدان‌وردګ، خوست، لغمان، غور، فراه، جوزجان، سرپل، بادغیس، فاریاب، کندوز، هرات او روزګان  کې ۱۵کسان مړه شوي، ۱۴۰ کورونه په بشپړه او قسمي توګه ویجاړ او ۲۱۲۵ څاوري هم له‌منځه تللي. لس جریبه ځمکه هم له‌منځه تللې.»

بل‌خوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې د غور مرغاب او چهارسده ولسوالیو کې د راوتلیو سېلابونو له امله یو کس مړ او دوه کسان ټپیان شوې دي.

د وزارت په وینا، د سېلابونو له امله ۵۰۰ کورنۍ هم خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.

د یو‌شمېر هغو ولایتونو اوسېدونکي چې د سېلابونو له امله اغېزمن شوي، سلام‌وطندار ته وايي، کورونه او کرنیزې ځمکې یې اوبو وړي، خو په وینا یې، تراوسه ورسره هېڅ‌راز مرسته نه‌ده شوې.

د نیمروز اوسېدونکی امید وايي چې سیمه کې یې د سېلاب له امله دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه اوبو وړې. «دا زموږ ځمکې په بشپړه توګه له‌منځه تللي او ۳۶۲زره جریبه ځمکه ده چې څه کم ۵۰۰ یې پاتې او نوره اوبو وړې.»

بل‌خوا د فراه اوسېدونکی عبدالهادي چې د سېلاب له امله زیانمن شوی، وايي، تراوسه ورسره هېڅ راز مرسته نه‌ده شوې. «وروستیو سېلابونو راته زیان اړولی او تراوسه راسره هېڅ مرسته نه‌ده شوې او هر وخت وايي چې موږ سروې کوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان همداراز ټينګار کوي چې د روان لمریز کال له پیله یې څه باندې ۲۶زره سېلاب‌ځپلیو کورنیو سره مرستې کړې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، روان کال هېواد کې د سېلابونو له امله څه باندې ۱۰۰کسان مړه او نږدې همدومره نور ټپیان شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام