Asset 1SWN

غور کې سېلابونه؛ مرغاب او چهارسده ولسوالیو کې درانه زیانونه اوښتي

۰۰۱

د غور په مرغاب او چهارسده ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د یادو ولسوالیو یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د سېلابونو له امله دوه کسان مړه شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مرغاب ولسوالي یوه اوسېدونکي رحیم‌الدین سلام‌وطندار ته وویل چې له تېرو دوو ورځو راهیسې دغه ولسوالي کې پراخ سېلابونه راوتلي چې په وینا یې، لسګونه هستوګنیزو کورونه یې ویجاړ کړي او څه باندې ۱۰۰۰ کوره د سېلابونو تر ګواښ لاندې دي.

هغه زیاته کړه چې چې تراوسه سېلاب‌ځپلیو سره هېڅ ډول مرستې نه‌دی شوي او ناوړه وضعیت کې دي. د یادې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي شمس‌الحق هم وویل، که سېلاب ځپلیو سره مرستې ونه‌شي، ډېری به یې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

بل‌خوا د غور محلي چارواکي بیا د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې مرغاب او چهارسده کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولې دي.

د غور امنیې قومنداني ویاند عبدالرحمن بدري سلام‌وطندار ته وویل چې له یادو دوو ولسوالیو څخه ورسېدلي لومړي معلومات ښيي چې د سېلابونو له امله یادو ولسوالیو کې یو کوچنی ماشوم او یو عمرخوړلی کس مړه شوې دي.

د بدري په وینا، دې ولسوالیو کې هستوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي چې ترڅنګ یې څه باندې ۱۰۰۰ کورونه د سېلابونو د ویجاړو له ګواښ سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس بیا وايي چې دغه ولایت کې سېلاب‌ځپلیو ته د رسېدنې په موخه بېړنۍ غونډه جوړه شوې. د حماس په وینا، دې ناسته کې د خوړو نړیوال پروګرام او مرستندویه بنسټونو غوښتنه شوې چې له سېلاب‌ځپلیو ته د مرستې لپاره راودانګي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام