Asset 1SWN

 د «خوست ښار» پاکولو لپاره عمومي حشر شوی

۰۱

د خوست ښاروالي چارواکي وايي چې د «ښار پاکولو» په موخه یې عمومي حشر کړی دی. په دې اشر کې د خوست ښاريانو، د ښوونځيو زده‌کوونکو او چارواکو برخه اخیستې وه.

د ښاروالي مسولان وايي چې په تېرو څو ورځو کې د پرله‌پسې بارانونو له امله د ښار واټونه او کوڅې چټل شوې وې چې د ښاريانو د پلي‌ تګ‌ راتګ برخه کې ستونزې  پیدا کړې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خوست ښاروالي د ښاري حکومتولۍ ټولنیز او فرهنګي مدير صالح جان همدرد وويل چې په حشر کې د بېلابېلو قشرونو خلکو ګډون کړی وو.

هغه وویل: «په دې وروستيو ورځو کې بارنونو اورښتونو له امله د ښار واټونو او کوڅې چټلې شوې وې، نو د ښاروالۍ مقام هدايت دا و چې بايد يو حشر وشي. په دې اشر کې د ښوونځيو زده‌کوونکو، ښاريانو او د ښاروالي کمېټو غړیو ګډون کړی وو.»

د خوست ښار اوسېدونکي او د ياد اشر ګډونوال هم د ښار پاکوالي لپاره دا ډول عمومي اشر ګټور بولي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دوی په وینا، دا ډول ډله‌ییز حشرونه له يوې خوا د ښار د پاکوالي لامل کېږي او له بل‌ پلوه ښاريانو ته دا فکر ورکوي چې ښار خپل وبولي او پاکوالی ته يې ځانګړې پاملرنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام