د خوست تڼيو ولسوالي یوه ډله ځوانان د يوې ټولنې په هڅو د «للمۍ» په نوم د کلي خراب شوی څلور کیلو‌مټره فرعي سړک په اشر او د دوی په مالي لګښت رغوي.

دوی وايي، د سړک د جوړېدو لپاره يې پخواني حکومت ته څو ځله وړانديزونه وکړل، خو په اړه يې مثبت ځواب تر لاسه نه‌کړ او اوس يې پخپل مالي لګښت او د کليوالو په اشر د څلور کيلومتر سړک د هوارولو او جغل اچونې چارې پيل کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغو ځوانانو په استازیتوب ګل‌ولي وايي، دوی به خلک وهڅوي چې سيمه کې همدا ډول چارې ترسره کړي، څو تر يوه ځایه د ولس ستونزې حل کړي.

نوموړی زیاتوي چې د کلیو د ځوانانو او مشرانو په چنده یې دغه کار پیل کړی او په راتلونکي کې هم پلان لري چې له اساسي سړکونه څخه راوتلي فرعي سړکونه ورغوي.

د «للمۍ» سیمې اوسېدونکی ايمان‌ګل له نورو ځوانانو غواړي چې د سيمې د هر ډول ستونزو د حل لپاره سره يو موټی شي او د خپلو حقونو په اړه غږ پورته کړي.

نوموړی وايي، ځينې کارونه چې د دوی له توانه پوره وي، د خلکو د هوساينې لپاره یې ترسره کوي. هغه همداراز د یاد ولایت پر اوسېدونکو غږ وکړ چې مخته پرتې وړې او کوچنۍ ستونزې په خپله هوارې کړي او د خپلې سیمې په ابادۍ کې دې ونډه واخلي.



په همدې حال کې د تڼيو ولسوالي مشران د ځوانانو له دغه اقدام څخه هرکلی  کوي او وايي، په داسې چارو کې چې د سيمې ستونزې ورسره حل کېږي، هر ډول مالي همکاري او اشر ته چمتووالی لري.

قومي مشر ولي‌جان وايي، پر دغه سړک سلګونه کورنۍ تګ راتګ کوي او له اوسني حکومت څخه غواړي چې د دولتي بوديجې څخه يې په اساسي ډول جوړ شي.

ولي‌جان زیاتوي چې یاد سړک د ظاهر شاه  واکمنۍ راهیسې همداسې پاتې دی او لومړی ځل دی چې د کلي خلک او مشران یې د رغولو لپاره لاس په کار کېږي.

نوموړی وایي چې د یاد سړک د خرابوالي له امله به یې ناروغان پر وخت روغتون ته نه شوای لېږدولی او د باران پر مهال به له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم تراوسه ځايي مسوولانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو پکتيا ته د سفر پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال او د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد ويلي وو، سوېل ختيځو ولايتونو کې به د يو‌شمېر لويو او وړو پروژو چارې بيا پيل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام