د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان د روغتیايي سیستم وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد د روغتیايي سیسټم له پاشلتیا څخه د مخنیوي بشردوستانه هڅې بسنه نه کوي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې رییس ایلوي فیلیون پرون پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، ګڼ‌شمېر هغه نړیوال بنسټونه چې په افغانستان کې یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کول، د بودیجې د نه‌شتون له کبله یې فعالیتونه درېدلي او دغه چاره د دې لامل شوې چې روغتیايي چوپړتیاو ته د افغانانو لاسرسی محدود شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د سره صلیب کمېټې رییس ټينګار کړی چې دغه بنسټه هڅه کوي، څو د افغانستان د روغتیايي سیستم د پاشلتیا مخه ونیسي. نوموړي زیاته کړې، بشردوستانه هڅې په یوازې نه‌شي کولای د افغانستان د روغتیايي سیستم اړتیاوو ته ځواب ووايي او نړۍ باید دې برخه کې پانګونه وکړي.

بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر که څه هم د افغانستان د روغتیا برخه کې د سره  صلیب د نړیوالې کمېټې له هڅو هرکلی کوي، خو یادې هڅې کافي نه بولي.

هغه سلام‌وطندار ته وايي چې د افغانستان روغتیايي سیستم نورو پورې تړلی جوړ شوی او له همدې امله دغه مرستې بسنه نه کوي. د نوموړي په وینا، تر هغو چې اسلامي امارت په خپلو پښو درېږي، ملي او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم یو‌شمېر نړیوالو بنسټونو د افغانستان روغتیايي نظام له پاشلتیا څخه خبرداری ورکړی وو. د ژغورنې نړیوالې کمېټې د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي و چې د افغانستان روغتیايي نظام د پاشلتیا له ګواښ سره مخ دی او ښايي د یاد هېواد ۹۰سلنه روغتیايي مرکزونه وتړل شي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام