د ملګروملتونو د نفوسو صندوق افغانستان کې د مېندو وضعیت څخه اندېښنه ښوولې او ویلي دي، دغه هېواد کې په هرو دوو ساعتونو کې د زېږون پرمهال یوه ښځه خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ملګروملتونو د نفوسو صندوق رپوټ کې چې د (دوشنبې په ورځ د کب په شپاړسمه) خپور شوی راغلي، افغانستان کې د هر سل زره زېږون پرمهال ۶۳۸ مېندې ژوند له لاسه ورکوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه سازمان په وینا، که چېرې د مېندو وضعیت ته لاسرسی و نه شي، تر دې به هم خراب شي. د ملګروملتونو د نفوسو صندوق رپوټ کې ویل شوي چې کندهار کې یو شمېر مېندو روغتیايي اسانتیاوو ته د نهلاسرسي په دلیل، د جنین سقط کړی دی.
دغه بنسټ ویلي چې د افغانانو په ځانګړې توګه د مېندو وضعیت ته د رسېدو لپاره ۲۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
له دغې غوښتنې څخه موخه، د اومیندواره مېرمنو روغتیايي اړتیاوو ته لاسرسی او د اومیندوارۍ عمر کې د ۲.۲ میلیون ښځو، ۲.۳ میلیون ځوانو نجونو او د ۲۸۹ زره هغو ښځو په ګډون چې د زېږون وخت یې دی، د افغانستان د ۹.۳ میلیون وګړو څخه حفاظت بلل شوی دی.
د دغه سازمان مسوولانو ویلي چې د افغانستان روان بحران تر نورو زیات ښځو ته زیان رسولی دی.
د یادونې ده چې هېواد کې تر وروستیو بدلونونو وروسته، د مېندو د مړینې کره شمېرې نهدي خپرې شوي؛ خو روان وضعیت ته په کتو داسې ښکاري چې د هېواد بېلا بېلو سیمو کې د مېندو د مړینو شمېرې زیاتې شوي دي.
د ملګروملتونو د نفوس صدوق داسې مهال افغانستان کې د اومیندواره مېرمنو وضعیت څخه اندېښنه ښيي، چې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر شمېرو پر اساس، افغانستان کې څلورو اومیندواره مېرمنو څخه یوه یې په خوارځواکۍ اخته ده.