د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تمه ده دغه سازمان د روانې اوونۍ د سهشنبې پر ورځ د افغانستان لپاره د مرستو راټولولو په موخه یوه ناسته جوړه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د رییس مرستیال مارتین ګریفیټس او د کډوالو په چارو کې د دغه سازمان عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي به په دغه ناسته کې د ۲۰۲۲ کال لپاره د مرستو غوښتنه وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د اوچا په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان له نیمايي نفوس څخه ډېر یې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دغه بحران په راتلونکو کلونو کې د افغانستان ګڼشمېر اوسېدونکي کډوالۍ ته اړ باسي.
ملګرو ملتونو هیلهمندي ښودلې چې د دغې ناستې په پای کې به ګډون کوونکي هېوادونه د ډېرو مرستو ژمنې وکړي. د بهرنیو مرستو پرېکول او د اسلامي امارت په راتلو سره د هېواد د شتمنیو کنګل، د دې لامل شوی چې هېواد کې بشري ناورین رامنځ ته شي.