د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفان دوجاریک وایي چې دغه سازمان په افغانستان کې د اړتیاوو ډېرېدو ته د رسېدو په موخه به ډېر ژر د بشر‌پالنې یوه ناسته جوړه کړي.

د نوموړي په وینا، تمه ده دغه ناسته د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۳مه جوړه شي او د ملګرو ملتونو مشر راتلونکې اوونۍ سویس ته ځي، څو دغه ناسته د وزیرانو په کچه جوړه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دو جاریک وایي چې دغه ناسته د بشري مرستو د دوام لپاره په چټکه توګه د بودجې د ډېروالي د ملاتړ په موخه جوړېږي، څو ډاډ ترلاسه شي چې افغانان اساسي او اړمنو خدماتو ته لاسرسی لري.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو ویاند ویلي چې افغانستان له یوه انساني ناورین سره مخ دی او د دغه هېواد نږدې نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړی زیاتوي چې ملګري ملتونه له افغانانو سره په څنګ کې ولاړ دي او له افغانستان سره خپلو بشري مرستو کولو ته ژمن دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې نوموړی اندېښنه څرګندوي که چېرته دغه مرستې له افغانستان سره ونه شي، د دغه هېواد نیمايي ماشومان چې عمرونه یې له ۵کلونو ښکته دي، په راتلونکي یوه کال کې به پر خوارځواکۍ اخته شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام