Asset 1SWN

اروپايي اتحادیې د کورونا پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره ۳۵ میلیونه یورو مرسته وکړه

Eso6hqyW8AcNzrF-p1xi6acf094cb1kgf4aeizqpbxn706krmouzvjxh2k

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازولۍ اعلان کړی چې دغې اتحادیې د کورونا پر وړاندې مبارزې په برخه کې د افغانانو د ملاتړ په موخه ۳۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

دغې استازولۍ نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یادې پیسې به د کورونا ویروس د مخنیوي او په افغانستان کې یې د ټولنیزو او اقتصادي اغېزو کموالي په برخه کې ولګول شي.

دغه راز، مرسته شوې پیسې به د افغانستان د روغتیايي سېسټم د ظرفیت لوړونې، پر کورونا د اخته کسانو د کتلو او درملنې، د مېکروب د مخنیوي په برخه کې د ښه‌والي، د عامه پوهاوي کچې لوړوالي او د کورونا اړوندو خوړو په برخه کې ولګول شي. دا پیسې به د درېوو پروژو له لارې چې د خوراک نړیوال سازمان، یونیسف ادارې او د اغاخان بنسټ له لوري پلې کېږي، ولګول شي.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې سفیر انډریاس وان برانډټ وايي: «د کورونا ویروس خپرېدو په افغانستان کې مخکینۍ ناسم وضعیت نور هم سخت کړی او په دغه هېواد کې یې ډېرې اړتیاوې چې لسګونه کلونه په‌کې جګړه ده، رامنځته کړې دي.»

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې سفیر دغه راز ویلي، د دې اتحادیې او نورو شریکانو مرستې یې له افغانانو سره یوځای هغو کسانو ته د مرستې رسونې لپاره کېږي چې دغه ناورین ډېر زیان ورته رسولی وي.

د خوراک نړیوال سازمان استازي ویلي چې د کورونا پر ټېسټ، کلینیکي خدمتونو، د روغتیايي کارکوونکو ساتنې او د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره پر لازمو روغتیايي خدمتونو پانګونه د باکیفیته روغتیايي خدمتونو تر څنګ، مهمه ده. د هغه په وینا، د اروپايي اتحادیې تازه مرسته به یونیسف ته اجازه ورکړي، څو د هغو ننګونو پر وړاندې چې د ماشومانو او میندو پر سلامتیا او خوندیتوب ژور اغېز کوي، بیړنۍ مبارزه وکړي.

اروپايي اتحادیې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې د روغتیايي ناورین د مخنیوي او اړمنو ته د بشردوستانه مرستو برابرولو په برخه کې له افغانستان سره ۱۴۷ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام