د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی پاکستان، المان او سویس ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی توماس وېسټ پاکستان، المان او سویس ته سفر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سفر د جنورۍ ۲۹مې نېټې څخه پیل شوی او د فبرورۍ تر څلورمې به دوام ولري.

احدي: سویس کې مو د افغانستان د درې‌نیم میلیارډه ډالرو پر دوران خبرې وکړې

د افغانستان پر امانت صندوق د څارنې بورډ لومړنۍ غونډه پرون په سویس کې جوړه شوه.
د افغانستان بانک پخواني رییس او د افغانستان د امانت صندوق د بورډ غړي انوارالحق احدي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دې غونډه کې یې د درې‌نیم میلیارډه ډالرو پر دوران کې اچولو بحث کړی دی.

امریکا د افغانستان کنګل شوې شتمني د سویس یوه بانک ته انتقالوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ساتنې او مصرف لپاره د یوه نوي ځانګړي صندوق د جوړولو خبر ورکړی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د «افغان فنډ» په نوم دغه نوي جوړ شوي صندوق ته به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو له جملې شاوخوا ۳نیم میلیارډ ډالر وسپارل شي.

ملګري ملتونه افغانستان کې بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې په اړه غونډه جوړوي

 د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفان دوجاریک وایي چې دغه سازمان په افغانستان کې د اړتیاوو ډېرېدو ته د رسېدو په موخه به ډېر ژر د بشر‌پالنې یوه ناسته جوړه کړي. د نوموړي په وینا، تمه ده دغه ناسته د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۳مه جوړه شي او د ملګرو ملتونو مشر راتلونکې اوونۍ سویس ته ځي، څو دغه ناسته د وزیرانو په کچه جوړه کړي.