د افغانستان د امانت صندوق د بورډ لومړنۍ غونډه پرون په سویس کې جوړه شوه. د افغانستان بانک پخواني رییس او د افغانستان د امانت صندوق د بورډ غړي انوارالحق احدي سلاموطندار ته ویلي چې په دې غونډه کې یې د درېنیم میلیارډه ډالرو پر دوران کې اچولو بحث کړی دی.
هغه ویلي: «په دې غونډه کې د سلاکارانو کمېټې پر جوړېدو او تشکیلاتو خبرې شوي او همدارنګه د دغو خبرواترو لویه برخه دا وه چې څنګه وکولای شوو دا درېنیم میلیارډه ډالره پانګونې ته وړاندې کړو، څو ډېره ګټه وکړي.»
د افغانستان بانک هم په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه بانک پولي زېرمې د افغانانو ملکیت دی کلونه کلونه د افغانۍ ثبات، د افغانستان د مالي نظام ټینګښت او له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره کارول شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان بانک د اندېښنو له په پام کې نیولو پرته سویس ته د دغه بانک د پولي زېرمو د یوې برخې لېږد او له لازمو معیارونو پرته یې نااړوندو برخو ته ځانګړي کول ناعادلانه دي.
خبرپاڼه کې لیکل شوي: «نو دا پرېکړه چې د افغانانو د رښتینو استازیو له حضور او د افغانستان بانک له ګډون پرته شوې، د منلو نه ده.»
په همدې حال کې یوشمېر اقتصادي کارپوهان د افغانستان د کنګل شویو پیسو دوران اغېزناک نه بولي. د اقتصادي چارو کارپوهان سیداحمد مسعود او سیر قریشي وايي:
«د افغانانو له پیسو باید ناوړه ګټه وانهخیستل شي. پیسې د افغانستان د رسمي دولت دي او باید ښې وساتل شي.» «دا پیسې د هېواد د پولي سیاست د ساتنې لپاره دي او په نامناسبو برخو کې باید ونه کارول شي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
امریکا له هغه وروسته چې هېواد کې اسلامي امارت واک ته ورسېد، د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په بانکونو کې یې د افغانستان شتمني کنګل کړه. که څه هم اسلامي امارت د دغو پیسو د ازادېدو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو لا هم دا شتمني نهده ازاده شوې.