یوشمېر هېوادوالو نن په کابل کې د لاریون په ترڅ کې يو ځل بيا د نړيوالې ټولنې له خوا د افغانستان د اسلامي امارت د په رسميت پېژندلو او د امريکا له خوا د هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکي په کابل ښار کې د امریکا  سفارت ودانۍ مخته راټول شوي و او ویلې چې اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې غواړي. دوی ټینګار کوي چې اسلامي هېوادونه مسوولیت لري چې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني.

لاریون کوونکو دغه راز، امریکا ته په خطاب کې وویل چې د اسلامي امارت تر واک لاندې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لاریون‌والو داسې مهال د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو او د اسلامي امارت د حکومت د رسمیت پژندلو غوښتنه کوي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو څخه  شااوخوا څلورو میاشتې کېږي  خو لا هم د دوی حکومت د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام