په داسې حال کې چې اوس د کابل دولتي کلینیکونو ته د ناروغانو شمېر مخ په ډېرېدو دی، خو دغه کلینیکونه د درملو، مسلکي کارکوونکو او ځای له کمښت سره مخامخ دي. د کابل ښار د تايمني اوسېدونکې سیماګل چې خپل دوه‌کلن ماشوم يې د دې سیمې کلينيک ته د درملنې لپاره راوړى، په دغه روغتيايي مرکز کې د درملو له نشتوالي شکايت کوي او وايي، ماشوم يې سخت ناروغ دى، خو دغه کلينيک درمل نه لري.

هغه زیاتوي: «ماشوم مې ټوخېږي، تبه لري، ډېره سخته ده، موږ د اقتصادي ستونزو له کبله شخصي ډاکټر ته د تللو وسه نه لرو. کلینیک ته راغلي یوو، دلته هم درمل نه لري او نسخه راکوي چې دباندې یې واخلو. که ما د درملو پېرلو وسه لرلی، دلته نه راتلم.»

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د کابل ښار د «نواباد» سیمې اوسېدونکې ليلا چې د درېیم پروان دولتي کلينيک ته راغلې، هم په دغه روغتيايي مرکز کې روغتيايي اسانتياوو ته له نه لاسرسي څخه شکايت کوي. نوموړې وايي: «زه نسايي څانګې ته راغلې یم، خو یوازې بروفین لري، بس. ویل یې درمل نه لرو، د بازار لپاره نسخه درکړم. ورته ومې ویل چې د پېرلو وسه یې نه لرم. د درد دا تسکین څه کړو، له ناچارۍ راغلې یوو.»

بله‌خوا د دغو کلينيکونو مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي، د جمهوریت په پرتله اوس روغتيايي مرکزونو ته د ناروغانو ورتګ زیات شوی؛ ځکه خو د روغتیايي کارکوونکو او درملو له کمښت سره مخامخ دي. د تايمني په روغتیايي مرکز د نري رنځ څانګې مسووله فوزيه وايي، که څه هم هره ورځ له ۷۰ څخه زيات ناروغان دغه مرکز ته ورځي، خو دوه میاشتې کېږي چې دغه مرکز درمل نه لري.»

نوموړې زیاتوي: «زه د نري رنځ څانګه کې یم، خو په نورو څانګو کې د ډاکټرانو نه موجودیت له کبله نورو څانګو کې هم کار کوم. کومه قابله چې دلته وه، یوه میاشت کېږي چې تللې. موږ قابله نه لرو، نرسه نه لرو، درمل نه لرو. دا جدي ستونزه ده، هره ورځ نږدې لس امېندواره مېرمنې راځي، خو درمل او قابله نشته.»

په همدې حال کې د کابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان په کلینکونو کې د درملو کمښت او ستونزې مني، خو زیاتوي چې د بهرنیو بنسټونو د روغتیايي مرستو د کمښت له امله دغه روغتیايي مرکزونه له ستونزو سره مخامخ دي. د کابل د عامې روغتیا ریاست مرستیال عاصم وايي: «دوه کاله کېږي چې د درملو له کمښت سره مخ یوو. موږ د ریاست په کچه څو ځله له بهرنیو بنسټونو مرسته غوښتې او د درملو برخه کې دوه ځله له کلینیکونو سره مرسته هم وشوه، خو دا د درملو د کمښت ستونزه نه حلوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا یوازې په دغو دوو کلینیکونو کې ناروغان او ناروغ‌لرونکي نه دي چې روغتیايي امکاناتو ته له نه لاسرسي څخه شکایت کوي، بلکې د کابل ښار مرکزي پولي کلینیک کې هم ناروغ‌لرونکي له ورته وضعیت سره مخامخ دي.

د پکتیا اوسېدونکی محمدنبي چې خپل وراره یې د درملنې لپاره دغه کلینیک ته راوستی، په مرکزي پولي کلینیک کې د مسلکي کادرونو نه موجودیت او د ناروغانو د ستونزو له نه حل څخه شکایت کوي. محمدنبي وايي: «ډاکټر یې سم نه ګوري. زه له پکتیا په یوه هیله راغلی یم چې دلته دولتي کلینیک دی، درملنه به یې وشي، خو اوس ناهیلی شوم. ډاکټران د ګڼه‌ګوڼې له کبله ناروغ سم نه ګوري. باید پام وکړي.»

خو د مرکزي پولي کلینیک رییس دین‌محمد حبیبي وايي، د تمویلوونکو بنسټونو نه موجودیت له امله نه‌شي کولای چې په ځینو برخو کې مسلکي کدرونه وګوماري او ناروغانو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي. هغه زیاتوي: «دا یوه جدي ستونزه ده. د ډونر نه موجودیت له کبله متخصص کسان او مهم وسایل نه‌شوو برابرولی. د بېلګې په توګه، د الټراسونډ څانګه کې متخصص نه لرو او د اېکسرې برخه کې امکانات نه لرو. که څه هم زموږ اوسني ډاکټران متخصصان دي او نورو څانګو کې همکاري کوي.»

مرکزي پولي کلینیک په کابل ښار کې تر ټولو ستر دولتي کلینیک دی چې په ۲۶ څانګو کې فعالیت کوي او هره ورځ تر ۱۸۰۰ پورې ناروغان د درملنې لپاره دغه روغتیايي مرکز ته ورځي. د مرکزي پولي کلینیک تر څنګ، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د کابل د عامې روغتیا ریاست تر څار لاندې ۵۲ نور کلینیکونه هم فعالیت کوي چې ټول یې د درملو او امکاناتو له کمښت سره مخامخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام