د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلار کریمي له سلام‌وطندار سره په مرکه کې د دغو چاودنو د تایید ترڅنګ، ویلي چې لومړنۍ چاودنه د سردار داوودخان روغتون مخې ته د ملکیانو په منځ کې او بله هم روغتون ته نږدې شوې ده.

دا چاودنې چې ډول یې لا هم نه دی معلوم، نن ماسپښین وشوې. بلال کریمي وايي، چاودنې مرګ‌ژوبله لري، خو تر اوسه یې کره شمېرې نه لري. هغه د پېښو څرنګوالي په اړه د څېړنو د پیل خبر هم ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ویل کېږي چې له دغو چاودنو وروسته د سردار محمدداوود خان روغتون دننه ډزې هم شوې دي.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس د طالبانو د امنیتي چارواکو له قوله لیکلي چې چاودنو کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.

بله‌خوا یوشمېر کسان چې په دغه روغتون کې بند پاتې دي، وايي چې طالبان لا هم ورته د وتلو اجازه نه ورکوي او کوټه په کوټه یې پلټنې روانې دي. د دوی په وینا، ښايي یو بریدګر چې روغتون ته ننوتلی، لا هم ژوندی وي او طالبان پلټنه پسې کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام