د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي چې د «کېش اېرلاین» هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې دي.

د یاد وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا ویلي، دغه ایرانی شرکت چې نیمه دولتی دی. پرون یې له ایران څخه خپله لومړۍ الوتنه د افغانستان کندهار ولایت ته کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

وفا ټينګار کړی چې د افغانستان او ایران ترمنځ د یاد هوايی شرکت د لوتنو پیلېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د مسوولانو په وینا، د کېش ايرلاین هوايي شرکت به  اوونۍ کې دوه ځله له کابل څخه کندهار او ايران ته الوتنې ولري چې ورسره به د مسافرو لپاره اسانتياوي رامنځته شي.

له دې وړاندې د «ماهان» په نوم یوه بل ایراني هوايي شرکت هم افغانستان ته الوتنې کولې، خو کېش ایر لومړنۍ ایرانی شرکت ته چې افغانستان ته یې تازه الوتنې پیل کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال د هېواد رادار سېسټم ویجاړ شوی و چې د چارواکو په وینا تر یوه بریده یې د رادار سېسټم بېرته فعال کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام