د غور اوسېدونکي د هوايي ټرانسپورټ خدمتونو د بیاپیل غوښتنه کوي
د غور یوشمېر اوسېدونکي وايي، ژمي کې د دغه ولایت د لویو لارود تړل کېدو له امله اړتیا ده چې د هوايي ټرانسپورټ شرکتونه خپل فعالیت له سره پیل شي.
د غور یوشمېر اوسېدونکي وايي، ژمي کې د دغه ولایت د لویو لارود تړل کېدو له امله اړتیا ده چې د هوايي ټرانسپورټ شرکتونه خپل فعالیت له سره پیل شي.
د اسلامي امارت په واکنمېدو سره د هوايي ډګرونو د چارو له ټکني کېدو وروسته، ترکیه، قطر او عربي متحده امارات هغه هېوادونه وو چې د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت لپاره یې لېوالتیا وښودله.
خو د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه د درېوو بېلابېلو قراردادونو پر بنسټ، د هېواد د نړیوالو هوايي ډګرونو د ټولو برخو مسوولیت دغه شرکت ته سپارلی دی.
د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت نن د یوې خبري ناستې پرمهال د خپل تېر یوه کال لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي چې د «کېش اېرلاین» هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې دي.
د یاد وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا ویلي، دغه ایرانی شرکت چې نیمه دولتی دی. پرون یې له ایران څخه خپله لومړۍ الوتنه د افغانستان کندهار ولایت ته کړې ده.
سيانان خبري شبکې د امریکا کانګرېس او بهرنیو چارو وزارت کې د یوې باخبرې سرچینې له قوله رپوټ ورکړی چې شاوخوا ۸۰ امریکايي وګړي په افغانستان کې شتون لري او غواړي چې له دغه هېواد څخه ووځي، خو له یوې میاشتې راهیسې اسلامي امارت د تخلیې الوتنې درولې دي.
د ننګرهار هوایي ډګر چې د جلالاباد سوېل ختیځ ته د ښار په لنډ واټن کې پروت دی، په ۲۰۰۱ کال کې د اسلامي امارت د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته په کې امریکايي ځواکونه میشت شول چې د نظامي هډې په توګه یې ترې کار اخیسته. که څه هم د جمهوري نظام چارواکو ژمنه کړې وه چې ډېر ژر به ترې ملکي الوتنې وشې، خو ژمنه یې عملي نه شوه.
د اسلامي امارت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان له نړیوال هوايي شرکت (پيآیاې) او کامایر نه غوښتي چې د کابل-اسلاماباد ترمنځ د ټکټونو بیې دې را کمې کړي.
د دغه وزارت خبرپاڼه لیکي، یاد شرکتونه باید د خپلو ټکټونو بیې له هغو معیارونو سره برابرې کړي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې ورته ټاکل شوي وو.
د کامایر هوايي شرکت مسوولان وايي چې له څو ورځو راهیسې د پاکستان له لوري د نویو قوانینو په لګولو سره دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې له کابل څخه اسلاماباد ته مسافر ولېږدوي. دوی زیاتوي چې د نوي لګول شوي قانون له مخې او تر نامعلوم وخته یوازې د پيایاې هوايي شرکت کولای شي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ الوتنه وکړي.
د ترکیې اناتولي خبري اژانس وايي چې د دغه هېواد د دفاع وزیر خلوصي اکار پرون ورته ویلي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له کابل هوايي ډګر څخه شاوخوا ۶۲ الوتنې شوې دي.
نوموړي ویلي چې په دغو الوتنو کې «ډیپلوماټان او یوشمېر افغانان» له افغانستان څخه اېستل شوي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون