Asset 1SWN

ا.ا په کابل کې د درې داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړ

Kabul-City-a-pzqbz3o3zlnx9y2aefoo9qtmh5a4w5p8d06495o420

د ا.ا د استخباراتو عمومي ریاست پر ټویټر لیکلي چې کابل ښار کې یې درې داعشیان وژلي دي.

دغه ریاست لیکلي چې ځانګړو ځواکونو یې د سلواعې په ۲۴مه، د دوشنبې ماښام د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند په کارته‌نو سیمه کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای پېچلي عملیات وکړل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ریاست په وینا، یادو عملیاتو کې درې داعشیان وژل شوي او یو بل هم نیول شوی دی. د استخباراتو ریاست زیاتوي چې ځینې نظامي، مسلکي او برښنايی وسایل هم لاس ته ورغلي دي.

‏د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د دوشنبې په شپه پر ټویټر ولیکل چې ځواکونه یې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند په کارته‌نو سیمه کې د داعشیانو پر یوه پټن‌ځای عملیات کوي.

هغه لیکلي و چې یاد کسان د داعشیانو مهمه ډله وه او د کابل په وروستیو بریدونو او چاودنو کې یې لاس درلود. مجاهد دا هم ویلي و چې بهرنیان هم په یاده ډله کې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت چارواکو تر دې مخکې په ځلونو هېواد کې د داعش او نورو وسله‌والو ډلو فزیکي حضور رد کړی او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت پر وړاندې هېڅ مخالفه وسله‌واله ډله فعالیت نه کوي.

د داعش وسله‌والې ډلې تر اوسه د اسلامي امارت د دغو عملیاتو او له کبله یې دواړو لوریو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام