Asset 1SWN

اسلامي امارت: کابل او ننګرهار کې مو لس داعشیان ووژل

kabul-afghanistan

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت ځواکونو کابل کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای عملیات کړي دي.

د نوموړي په وینا، دغه عملیات بېګاه ناوخته چهارشنبه د مرغومې څوارلسمه د کابل اتمې حوزې اړوند د قلعه‌چې او شهدای صالحین سیمو کې شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت ویاند ویلي چې په دې عملیاتو کې اووه داعشیان وژل شوي او اووه نور ژوندي نیول شوي دي. ذبېح‌الله مجاهد همداراز زیاته کړې چې پرون یې نیمروز کې د داعش ډلې دوه غړي هم وژلي دي.

په ورته مهال ذبېح‌الله مجاهد نن پنج‌شنبه د مرغومې پنځلسمه په یوه بل ټوېټ کې ویلي چې د ننګرهار د دره‌نور ولسوالي په «شېمل» سیمه کې د اسلامي امارت د ځواکونو د عملیاتو پر مهال درې داعشیان وژل شوي دي.

مجاهد همداراز ویلي چې په وژل شویو کې د موسی په نوم د داعش ډلې یو مهم غړی هم وژل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې کابل کې سرچینو پرون چهارشنبه ناوخته د پلازمېنې اتمې حوزې اړوند سیمه کې د څو پرله‌پسې چاودنو خبر ورکړی و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې ځینو سرچینو ویلي و چې اسلامي امارت د داعش پر پټن‌ځای برید کړی دی. داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام