Asset 1SWN

د بندخونو چارو د تنظیم اداره: په بندخونو کې هېڅ سیاسي بندي نه لرو

زندان-q8hjiundddgaqxydpdxeeq7jxkv67o11ufoa3n8614

د افغانستان د بندخونو چارو د تنظیم ادارې مسوولان وايي چې د داعشیانو په ګډون، هېڅ سیاسي بندي د دې ادارې په اړوندو بندخونو کې نشته.

د مسوولانو په خبره، واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې له ۱۷ زره او ۶۰۰ ډېر بندیان لري چې شاوخوا ۵۵۰ هغه یې ښځې دي. مسوولان زیاتوي چې د ښځو ډېرې دوسیې د اخلاقي فساد او وژنو دي.

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د افغانستان د بندخونو چارو د تنظیم ادارې مرستیال حبیب‌الله بدر د سلام‌وطندار د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د هېواد په بندخونو کې بندیان شکنجه او وهل کېږي، ویلي چې اوس هېڅ بندي نه شکنجه کېږي او نه هم له تاوتریخوالي سره مخامخېږي.

د نوموړي په وینا، تر اوسه داسې پېښه نه‌ده شوې چې د اسلامي امارت په بندخونو کې دې له بندیانو سره ناوړه چلن شوی وي. بدر ټینګار کوي چې اوس په بندخونو کې پر جنايي او امنیتي جرمونو د تورنو بندیانو لپاره د مسلکي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شوې دي.

حبیب‌الله بدر د سلام‌وطندار د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د لوی اختر په مناسبت به کوم بندي خوشې شي، وویل: «د اسلامي امارت د مشر هبت‌الله اخوندزاده د فرمان پر بنسټ، د بندیانو د خوشې کولو ارزونې لپاره یوه کمېټه جوړه شوې او د سترې محکمې قاضیان د بندیانو دوسیې څېړي او له هغه وروسته ښايي ګڼ‌شمېر یې خوشې شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بندخونو چارو د تنظیم ادارې مسوولان وايي چې د جمهوریت پر مهال ۲۹ زره بندیان چې ډېری یې ګواښوونکي هم وو، په بندخونو کې ساتل کېدل، خو د اسلامي جمهوري نظام له سقوط وروسته خوشې شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام