د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي چې دوی له ډېرو هڅو وروسته بریالي شو چې د ښځو فعالیتونو په برخه کې د اسلامي امارت، سوداګرو او د یو‌شمېر هېوادونو  ملاتړ راجلب او خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

د هرات ښځو  د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه نرګس هاشمي د دې خونې د مدیره پلاوي د پېژندنې مراسمو کې د وینا پرمهال وویل چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله د لوېدیځ زون سوداګرو مېرمنو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغې په وینا، دوی په دغه ولایت کې د ښځینه سوداګرو د بیافعالیت لپاره راوړاندې شوي او توانېدلي چې په رسمي توګه د سوداګرو ښځو کارونه پیل کړي.

 مېرمن هاشمي زیاتوي چې د هرات د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونه کې شاوخوا ۱۰۰مېرمنې غړیتوب لري او اوس د وچې مېوې او زعفرانو د بسته‌بندۍ د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې پر کار بوختې دي.

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه زیاتوي چې دوی هڅه کوي، څو ښځو ته په کور دننه او بهر کې د سوداګرۍ زمینه برابره کړي او وکولای شي چې د هېواد د اقتصاد په وده کې رغنده رول ولوبوي.

 د هرات سوداګرې ښځې د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د هېواد په پرمختګ کې ښځو ته ته ونډه ورکړي، څو د نارینه‌وو ترڅنګ یوځای کار وکړي.

بل‌خوا د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم‌الحق حقاني په دغو مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت د دغه ولایت د ښځینه سوداګرو له فعالیتونو څخه ملاتړ کوي. د هغه په خبره، د هرات ښځینه سوداګرې کولای شي چې د پخوا په پرتله خپل فعالیتونه لا پراخ پیل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د هرات د سوداګرو مېرمنو په وینا، هیله‌ لري چې د اسلامي امارت په همکارۍ وکولای شي، خپل تولیدات له هېواده بهر صادر کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام