یوې باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې د ملي امنیت ځواکونو پرون په کندوز کې غوښتل د دغه ولایت د بندخونې مدیر ونیسي، خو په وینا یې، هغه له نیول کېدو مخکې تښتېدلی دی.
د سرچینې په وینا، د بندخونې مدیر غوښتل چې له یوه کس ۷۰ زره افغانۍ بډې واخلي او د دې لپاره یې خپل یو ساتنمن ورلېږلی و.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ملي امنیت ځواکونو د پیسو اخیستو پر مهال یاد ساتنمن نیولی او هغه ورته ویلي چې د بندخونې مدیر د دغو پیسو لپاره را لېږلی و.
د ملي امنیت ځواکونو غوښتل چې د کندوز د بندخونې مدیر هم ونیسي، خو هغه وار ړومبی کړی او ناڅرګند ځای ته تښتېدلی دی.
د کندوز چارواکي او امنیه قومانداني په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي.
د کندوز د بندخونې مدیر محمد عارف نومېږي او شاوخوا دوه میاشتې مخکې د دې بندخونې د مخکیني مدیر ګلخان کوفي پر ځای ټاکل شوی و.