د بندخونو چارو د تنظیم اداره: په بندخونو کې هېڅ سیاسي بندي نه لرو

د افغانستان د بندخونو چارو د تنظیم ادارې مسوولان وايي چې د داعشیانو په ګډون، هېڅ سیاسي بندي د دې ادارې په اړوندو بندخونو کې نشته.
د مسوولانو په خبره، واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې له ۱۷ زره او ۶۰۰ ډېر بندیان لري چې شاوخوا ۵۵۰ هغه یې ښځې دي. مسوولان زیاتوي چې د ښځو ډېرې دوسیې د اخلاقي فساد او وژنو دي.

د خبریالانو پر کار د ا.ا سانسور؛ سلام‌وطندار ۱۵ ولایتونو کې ۴۴ قضیې مستندې کړي

سلام‌وطندار په ۱۵ ولایتونو کې د خبریالانو پر کار  د اسلامي امارت له لوري د سانسور ۴۴ قضیې مستندې کړي چې له ډلې یې ۲۵ له خپرېدو وړاندې، ۷ قضیې د خپرولو پرمهال او ۱۲ د راپور له خپرولو وروسته رامنځته شوې دي.

بغلان؛ هغه مېرمن چې ۱۵ کلونو راهيسې د خاوند له لوري وهل ټکول کېږي

ګلدسته هغه مېرمن چې د بغلان له لرې پرتې ګذرګاه نور ولسوالۍ نه د ياد ولايت مرکز پلخمري ښار ته راغلې، ترڅو ستونزې ته يې رسېدنه وشي.

ګلدسته وايي، له ډېرو کلونو را په دې خوا د خپل خاوند له لوري شکنجه او وهل ټکول کېږي؛ خو دا چې خاوند يې د گذرگاه نور ولسوالۍ د ملي امنيت کارکوونکی دی، امنيتي بسنټونه يې د نيولو توان نه‌لري.