سلام‌وطندار په ۱۵ ولایتونو کې د خبریالانو پر کار  د اسلامي امارت له لوري د سانسور ۴۴ قضیې مستندې کړي چې له ډلې یې ۲۵ له خپرېدو وړاندې، ۷ قضیې د خپرولو پرمهال او ۱۲ د راپور له خپرولو وروسته رامنځته شوې دي.

همداراز د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې د سانسور یوولس داسې قضیې هم ثبت شوي چې خبریالان په‌کې وهل ټکول شوي، نیول شوي او سپکاوی ورته شوی دی.

په نیمروز کې یو ځايي خبریال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د یاد ولایت د مسوولانو له لوري یې دوه ځله د راپور جوړولو مخه نیول شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، یو ځل د پاکستان او ایران پر پوله د افغان کډوالو د وضعیت او بل ځل د نیمروز ولایت د ګمرک د عوایدو په اړه له راپور جوړولو راګرځول شوی دی.

په سمنګان کې ځایي خبریال شفيق الله چې دا يې مستعار نوم دی، د یوه راپور د جوړولو پرمهال یې د کار مخه نیول شوې ده.

نوموړی د خپلې قضیې په اړه داسې کیسه کوي: «موږ ته په سمنګان کې د هغو راپورونو د جوړولو اجازه نه راکول کېږي چې د محلي مسوولانو د خوښې خلاف وي. یو ځل مو غوښتل د سمنګان په کلیو کې د ښوونځیو په اړه راپور جوړ کړو، خو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست  مسوولانو اجازه رانه‌کړه او راته یې وویل، له دې وروسته چې هر راپور جوړوې، باید اجازه یې واخلو.»

په ورته مهال په غور ولایت کې د سلام‌وطندار خبریال معروف سعیدي، په خپله کاري ساحه کې د اسلامي امارت د مسوولانو له لوري د سانسور په اړه اندېښنه لري.

نوموړی وايي چې دوه ځله د یوه راپور له خپرېدو وړاندې او وروسته له سانسور سره مخ شوی او د مسوولانو له لوري پوښتل شوی دی. د نوموړي په وینا، دوه ځله د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولانو او یو ځل د ولایت د ویاند له لوري له سانسور سره مخ شوی.

بل‌خوا په غزني کې د تمدن ټلوېزیون خبریال ذکریا حسن‌زاده هم په وار وار د دغه ولایت د ځایي مسوولانو له لوري له سانسور سره مخ شوی دی.

نوموړي سلام‌وطندار ته ویلي، دوه ځلې یې د راپور جوړولو پرمهال د کار مخه نیول شوې ده. نوموړي وویل چې یو ځل د تېر میلادي کال د اکتوبر پر ۱۷مه د کابل – غزني د موټرو په تم‌ځای کې او د همدې میاشتې پر ۲۴مه نېټه دغه ولایت کې د اقتصادي وضعیت د څېړلو په اړه د راپور جوړولو پرمهال د اسلامي امارت د مسوولانو له لوري له سانسور سره مخه شوی.

نوموړي وویل: «د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر میاشتې په ۱۷ نېټه د کابل-غزني تم‌ځای کې د موټر چلوونکو ترمنځ د شخړې پرمهال ونیول شوم، حوزې ته یې بوتلم، خو په ضمانت بېرته راخوشې شوم.»

بلخ کې د سلام‌وطندار راډيو خبریاله نسیمه رونق بیا په دغه ولایت د اسلامي امارت له لوري د سانسور له څلور قضیو سره مخ شوې او ګوت‌څنډنه هم ورته شوې ده.

د نوموړې په وینا، دغه راپورونه په یاد ولایت کې د ښځو د وضعیت او اعتراض په اړه وو. نوموړې وویل: «کله چې له مسوولانو سره وینم، ماته ګوت‌څنډه کوي چې ته زموږ د منفي نکتو په اړه راپورونه خپروې او انتقادي راپورونه جوړوې.»

د هېواد په ختیځ ننګرهار کې ځایي خبریال او د یوې محلي راډیو مسوول فقیرمحمد فقیرزی بیا د اسلامي امارت له لوري درې ځله د ښځو د وضعیت، د دوی د فعالیت او د ښځو یوې کارخونې په اړه د خپلو جوړو شویو راپورونو له خپرېدو راګرځول شوی دی.

د سلام‌وطندار د پلټنو پایلې ښيي چې د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د ځايي مسوولانو له لوري هر خبریال، دوه ځله، د خبر او راپور له خپرېدو وړاندې یا وروسته له سانسور سره مخ، ګواښل شوی، نیول شوی او پوښتنې ورڅخه شوې دي.

فاریاب کې ځایي خبریال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي، د راپور له خپرېدو وړاندې دوه ځله له سانسور سره مخ شوی دی.

د نوموړي په وینا، د دغه ولایت په یوې دولتي اداره کې د ښځو د دندو د ځنډولو په اړه پر یوه راپور کار کاوه، خو د مسوولانو له لوري یې مخه نیول شوې.

هغه وویل چې دویم ځل د روان میلادي کال د مارچ میاشتې پر ۱۵مه نېټه د دغه ولایت د پوهنتون د زده‌کړیالانو د بدل ا‌عاشې ستونزې په اړه د راپور پر چمتو کولو لګیا و چې د پوهنتون د رییس له لوري وګواښل شو او د راپور د جوړولو او خپرېدو اجازه ورنه‌کړل شوه.

په لوګر ولایت کې هم دوه خبریالان چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، د راپور جوړولو او خپرولو پرمهال له سانسور سره مخ شوي دي.

دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې غوښتل یې د اسلامي امارت د ځواکونو د خپل‌سریو او د دغه ولایت د پاسپورټ اداره کې د فساد او هلته د امنیتي وضعیت په اړه راپورونو جوړ او خپاره کړي چې د ځایي مسوولانو او د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري یې مخه نیول شوې ده.

په بامیان ولایت کې د سلام‌وطندار خبریال سعادتیار څلور ځله د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۴مه او ۲۶مه نېټه د راپورونو په اړه د ولایت د ویاند له لوري غوښتل شوی او پلټنې ورڅخه شوې دي.

د سلام‌وطندار دغه خبریال بل ځل بامیان ولایت ته د اقتصاد وزارت د مرستیال د سفر او د اپرېل پر ۸مه نېته د یو‌شمېر نجونو د نیونې په تړاو د راپور له خپرېدو وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له لوري ورغوښتل شوی او پوښتنې ګروېګنې ترې شوې دي.

نوموړي ویلي، که څه هم د دغو راپورونو ټول جزییات او مواد یې له‌منځه وړي و، خو بیا هم د مسوولانو له لوري ترې پلټنې شوي دي.

په ورته مهال بادغیس او غور ولایتونو کې دوه خبریالان چې له خپل نوم اخیستلو څخه ډډه کوي، ویلي چې څو ځله له وهلو ټکولو، سپکاوي او سانسور سره مخ شوي دي.

د بادغیس خبریال ویلي چې د یوې امنیتي پېښې د خبري پوښښ پرمهال د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري وهل شوی دی.

د نوموړي په وینا، بل ځل یې په دغه ولایت کې د امنیتي کسانو د خپل‌منځي نښتې په تړاو د جوړ شوي راپور د خپرېدو مخه نیول شوې او وروستی ځل په دغه ولایت د درملو د کمښت په تړاو د یوې پوښتنې له امله د یوه مسوول له لوري ورته سپکاوی شوی دی.

بل‌خواغور کې خبریال وايي چې د مسوولانو له لوري د نوموړي څلور راپورونو ته د خپرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې. دغه راپورونه د کڼو کسانو د ښوونځي، د نجونو زده‌کوونکو د فراغت او د ښځو د وضعیت په اړه وو.

د اسلامي امارت د مسوولانو له لوري پر رسنیو او خبریالانو د سانسور په لړ کې د هلمند، جوزجان او زابل ولایتونو خبریالان هم د سانسور له څلور قضیو سره مخ شوي دي.

د یادو خبریالانو په وینا، دوی په جوزجان کې د داعش ډلې د شتون، هلمند کې امنیتي او د رسټورانټونو وضعیت او څلورم یې له زابل څخه پنجشېر ته د اسلامي امارت د سرتېرو د لېږد په اړه وو چې د ولایتي مسوولانو له لورې ورته د خپرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د دې ترڅنګ روزګان کې هم یوه خبریال ویلي چې د سانسور له درېوو قضیو سره مخ شوی دی. یاد راپورونه د ټرافیکي پېښو، د اوبو مدیریت او د مخکیني حکومت د کارکوونکو د شکایتونو په اړه وو چې د خپرېدو مخه یې نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د یاد ولایت امنیې قومنداني، ولایت مقام او نورو ځایي مسوولانو یې د راپور جوړولو مخه نیولې ده.

په همدې حال کې د سلام‌وطندار راډیو د خبر څانګې مدیر ګل‌محمد ګران وایي چې څو ځله د یوشمېر خبرونو او راپورونو له خپراوي وړاندې او وروسته د اسلامي امارت له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

د ګران په وینا، د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په ۱۷ او ۲۳مه او د مې میاشتې په ۲۳مه او ۲۹مه نېټه له دې رسنۍ څځه د خپرو شویو راپورونو په تړاو د سپیناوي لپاره د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري غوښتل شوی او فشار، د خبري پوښښ مخنیوي او خود‌سانسوري ته اړ شوی دی.

په همدې حال کې د سلام‌وطندار د خبر څانګې مدیر وايي چې څو ځله ولایتي خبریالانو ورسره اړیکه نیولې او د ننګونو او بندیزونو په اړه یې ورته شکایت کړی دی.

هغه زیاته کړه: «د استخباراتو ادارې، د اطلاعاتو او فرهنګ او  نورو محلي مسوولانو، زموږ همکاران سانسور ته اړ کړي دي. کابل کې استخباراتو په وار وار ورغوښتی یم او یا یې زنګ راته وهلی او روښانه یې راته ویلي چې دا ډول راپورونه باید خپاره نه کړو او حق نه‌لرو چې خپاره یې کړو.»

په همدې حال کې ګڼ‌شمېر ولایتي خبریالانو سلام‌‌وطندار ته ویلي چې د څېړنیزو راپورونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او زیاتوي چې په عادي مسایلو هم د راپور جوړولو او خپرولو اجازه نه ورکول کېږي.

په هرات ولایت کې دوه خبریالانو چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي، د  راپورونو له خپرېدو وروسته ورسره د زنداني کولو او پلټلو وېره وي، ځکه نشي کولای چې انتقادي او څېړنیز راپورونه جوړ او خپاره کړي.

پر رسنیو د سانسور په برخه کې د سلام‌وطندار د مستند راپور پربنسټ، ډېر ځله، د ښځو حقونو، امنیتي وضعیت، د داعش ډلې شتون، د امنیتي کسانو ترمنځ خپل‌منځي نښتې، فساد، ټولنیزو اختلافونو او هغو موضوعاتو په اړه راپورونه چې د اسلامي امارت کړنې په‌کې تر نیوکې لاندې راځي، د خپرولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

بل لور ته بیا د رسنیو یو‌شمېر ادارې او بنسټونه د خبریالانو په کار کې د اسلامی امارت د مسوولانو لاسوهنې د رسنیو د قانون خلاف بولي او پایلو ته یې اندېښمن دي.

د افغانستان د رسنیزو بنسټونو د فدراسیون غړي ظریف کریمي سلام‌وطندار ته ویلي، پر رسنیو هر ډول سانسور او فشار د رسنیو قانون سره په ټکر کې دی.

له دې سره هم‌مهاله د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د دوی ولایتي مسوولان یوازې خبریالانو ته په کاري ساحه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو دنده لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل: «محلي مسوولان د خبریالانو په کار کې د دخالت حق نه‌لري. خبریال په خپل کار کې ازاد دی. یوازې د دوی د کار په برخه کې د اسانتیا لپاره باید سیمو ته د تلو پرمهال له مسوولانو سره همغږي ولري.»

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د سلام‌وطندار خبري رسنۍ دوه خبریالان «رومان کریمي او سرور هاشمي» هم د راپورونو د جوړولو پرمهال د اسلامي امارت له لوري په کابل کې نیول شوي او د اوږد ځنډ لپاره زنداني شوي دي.

که څه هم اسلامي امارت په هېواد کې د رسنیزو سرغړونو کمېسیون د جوړېدو خبر ورکړی، خو تراوسه د دغه کمېسیون د فعالیت د پیل او رسنیزو سرغړونو ته د قانوني رسېدنې په اړه معلومات نشته.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم‌مهاله، افغانسان کې ګڼې رسنۍ له اقتصادي ستونزو او د مسلکي کسانو له نشتون سره مخ دي او دا چاره لامل شوې چې یو‌شمېر رسنۍ وتړل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو په هېواد کې د واکمن نظام له لوري پر رسنیو او خبریالانو سانسور بیا هغه څه دي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ورته اندېښمن دي او ډېری یې له خپلو کارونو زړه توري کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام