د سلام‌وطندار موندنې ښیي چې په وروستیو اوو میاشتو کې د کابل د درېوو سیمو د موټرو په تم‌ځایونو کې د خپل‌سرو کسانو له لوري له موټر چلوونکو څخه نږدې ۴۵ میلیونه افغانۍ باج اخیستل شوی دی.

سلام‌وطندار د دې موضوع د څېړنې لپاره د کابل ښار د سرای شمالي، کوټه‌سنګي، او سینما‌پامیر سیمو د موټرو تم‌ځایونه د نمونې په توګه ټاکلي چې له دې سیمو ترلاسه شوې موندنې ښيي چې یوازې د دغو درېوو سیمو د موټرو په تم‌ځایونو کې له موټر چلوونکو څخه ۴۴ میلیونه او ۶۸۸ زره افغانۍ باج اخیستل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادو تم‌ځایونو یو‌شمېر موټر چلوونکو سلام‌وطندار ته ویلي، د ورځې له اوو تر ۱۰ پېرې کوي او په هره پېره کې کرولا ډوله (شخصي او ټکسي) موټر ۱۰ افغانۍ، پلانکوچ، مرسېډیز او استانه موټر بیا اړ دي چې ۲۰ افغانۍ ورکړي.

سلام‌وطندار ته د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د عامه ټرانسپورټ د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د سرای شمالي سیمې د پروژه جدید، مزار اډې، هوايي ډګر او د پنچصد فامیلي د موټرو په تم‌ځایونو کې ۲۵۸ پلانکوچونه، مرسېډیز او استانه موټر په دغه ریاست کې ثبت دي.

همداراز ۱۷۴ موټر بیا د سینماپامیر اړوند کوز واصل‌اباد او بر واصل‌ا‌باد، چهل‌ستون او چهار‌قلعه‌ وزیر‌اباد سیمو او د کوټه‌‌سنګي اړوند د سرای شمالي، قمبر څلورلارې، دشت‌برچي او سینما‌پامیر په تم‌ځایونو کې ۲۳۳ موټر د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د عامه ټرانسپورټ د تنظیم ریاست سره ثبت دي.

بله‌خوا د عامه ټرانسپورټ ریاست مسوولان د اټکلیزو شمېرو په وړاندې کولو سره وايي، دغه ریاست سره د ثبت شویو موټرو په پرتله د ناثبت شویو موټرو شمېر دوه برابره دی. په دغه ریاست کې ډېری ناثبت شوي کرولا (ټکسي او شخصي) موټر دي او ثبت شوي موټر هم مرسېډیز، پلانکوچ او استانه دي.

سلام‌وطندار د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت دا شمېرې په یادو تم‌ځایونو کې د موټرچلوونکو له اطلاعاتو سره پرتله کړي چې پایله یې ښيي، په یادو درېوو سیمو کې له ثبت شویو ۶۶۵ موټرو څخه د ورځې څه باندې ۱۰۰زره افغانۍ باج اخیستل کېږي.

په همدې حال کې د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مسوولان په اټکلیز ډول وايي چې شاوخوا ۱۳۳۰ موټر له دغه وزارت سره ثبت نه دي او دا شمېر د ترلاسه شویو اطلاعاتو پر بنسټ ښيي چې په دغو سیمو کې هره ورځ ۱۰۰زره افغانۍ له یادو موټرو هم باج اخیستل کېږي.

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې د تېرو اوو میاشتو پر مهال په دغو درېوو سیمو کې له موټرچلوونکو څخه نږدې ۴۵ میلیونه افغانۍ باج اخیستل شوی او روښانه نه ده چې دا پیسې د چا جېب ته تللې دي.



بله‌خوا یو‌شمېر موټرچلوونکو سلام‌وطندار ته ویلي، هغه کسان چې په تم‌ځایونو کې ترې په زوره پیسې اخلي، ځانونه د اسلامي امارت کسان بولي، خو د اسلامي امارت مسوولان دا ادعاوې نه مني.

یوه موټرچلوونکي احمد‌الله په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «دغه دوه کسان چې ناست دي، لس لس افغانۍ اخلي او نه پوهېږو چې دا پیسې د چا جېب ته ځي. موږ ته ځانونه د حوزې کسان معرفي کوي، خو کوم سند نه لري چې موږ پوه شوو، یاد کسان د حوزې یا د اسلامي امارت له‌خوا ګومارل شوي. دا خبرې نشته.»

یوه بل موټرچلوونکي غلام‌سخي هم سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي: «موږ ترې ناخوښه یوو. همدلته شته. او که پیسې ورنه کړو، د موټر ټایر پنچروي او په زوره پیسې اخلي.»

خو د اړوندو امنیتي حوزو مسوولان وايي، دغه کسان له دوی سره هېڅ تړاو نه لري او نه یې هم د موټرو په تم‌ځایونو کې ګومارلي دي. د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې مرستیال ضیاالحق مشعل وايي، یادې پیسې د ناحیې له لوري اخیستل کېږي. هغه زیاتوي: «زه د درېیمې حوزې د اداري مرستیال په توګه ستاسو د دې پوښتنې په ځواب کې ویلی شم، کومې پیسې چې راټولېږي، د حوزو مربوط نه دي، خلک او موټرچلوونکي ناسم پوه شوي دي.»

خو د درېیمې ناحیې رییس قدرت‌الله امین سلام‌وطندار سره مرکه کې دا موضوع رد کړې او هغه یې د خپل‌سرو کسانو کار بللی دی.

په ورته وخت کې د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اداري مرستیال حاجي عاطف بیا د دغو کسانو په اړه بې‌خبري ښيي او وايي، که د موټرو تم‌ځایونو کې دغه کسان وي، د نیولو لپاره به یې اقدام وکړي.

همداراز، د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې امر صدیق‌الله منصور مجاهد که څه هم مني چې د دې حوزې په اړوند ځینو سیمو کې له موټرچلوونکو پیسې اخیستل کېږي، خو وايي، د سینما پامیر سیمه کې له موټرچلوونکو د پیسو اخیستونکي د دوی کسان نه دي. د نوموړي په وینا، د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د دې موضوع د څېړنې مسوولیت لري.

پر دې سربېره، د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند امام‌الدین احمدي هم د کابل ښار د موټرو په ځینو تم‌ځایونو کې له موټرچلوونکو څخه د باج اخیستل تاییدوي او وايي، ښايي دغه کسان د یو‌شمېر ادارو له‌خوا د لنډې مودې لپاره معرفي شوي وي.

د نوموړي په خبره، ټرانسپورټ وزارت اوس د پلازمېنې د هېڅ سیمې په تم‌ځایونو کې له موټرچلوونکو څخه د پیسو اخیستو لپاره څوک نه دي ګومارلي.

موږ هڅه وکړه چې د کابل ښار د موټرو تم‌ځایونو کې له موټرچلوونکو څخه د باج اخیستو په تړاو د کابل د امنیې قومانداني د مسوولانو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د کابل په ګڼ‌مېشتي ښار کې د سپرلۍ زرګونه موټر او سلګونه تم‌ځایونه شته چې باج ترې اخیستل کېږي او ښايي له دې لارې د باج اخیستو شمېرې د سلام‌وطندار د دغه راپور د شمېرو په پرتله څو برابره لوړې وي.

بل‌خوا له فساد سره مبارزه او د باج اخیستو مخنیوی، د اسلامي امارت له شعارونو څخه دی چې مسوولان یې د له منځه وړلو ادعا کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام