چابهار بندر شاوخوا درې کاله وړاندې د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۲مه د یو میلیارډ ډارو په پانګونې سره د ایران د ولسمشر له لوري پرانېستل شو. دغه بندر د ایران په سیستان او بلوچستان ولایتونو کې پروت دی، افغانستان، هندوستان او ایران یو له بل سره نښلوي. خو د ۳۶ میاشتو په تېرېدو سره لا هم د سوداګرو لپاره پر یوې ښې لارې نه دی بدل شوی.

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې پاکستان د چابهار بندر له پرانېستل کېدو وروسته په عملي ډول د دغه بندر د لویې لارو پر ناامنه کولو لاس پورې کړی دی.

افغان چارواکو تل چابهار د پاکستان د «ګوادر» بندر ښه بدیل ګڼلی او وايي، د چابهار په بشپړ فعالېدو سره به د پاکستان د کراچي بندر ته د افغانستان اړتیا کمه شي.

د سلام‌وطندار د موندنو له مخې، د چابهار بندر په پرانېستلو سره، د نیمروز ۶۶مه شمېره اقتصادي لویه لاره چې افغانستان ته د چابهار اصلي لاره ده، په بې‌سارې توګه ناامنه شوې ده.

د نیمروز ۶۶ لویه لاره-‌له زرنج تر دلارام پورې ۲۱۰ کیلومټره اوږدوالی لري چې ۱۱۰ کیلومټره هغې یې په دې وروستیو کې د مرګ‌ لویې لارې نوم خپل کړی دی. د دلارام ولسوالي لویه لاره د نیمروز د ولسواليو تر ټولو مهمه هغه ده چې د افغانستان د لوېدیځې پولې مهمې برخې له دوو برخو نه د کندهار‌-هرات له لویې لارې سره تړي.

دا لویه لاره له شمال لوېدیځ لوري د کندهار‌-هرات له لویې لارې سره د اسلام‌کلا او تورغونډۍ د نښلېدو ټکی او له سوېل لوېدیځ نه د نیمروز چخانسور ولسوالي چې له ایران سره پر پوله پرته ده، له دې لویې لارې سره تړي.

د هغو سوداګریزو توکو لویه برخه چې له ایران او پاکستان نه افغانستان ته راځي، پر همدې لارې را تېرېږي. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د چابهار بندر له پرانېستل کېدو وروسته د نیمروز د «۶۶ لویې لارې» ویجاړول د پاکستان اصلي موخه ده؛ د سرچینو په وینا، د خاشرود تر دلارام پورې لویه لاره په بشپړ ډول ویجاړه شوې او پر یادې لویې لارې ټول بنسټونه د پاکستان په لارښوونه د طالبانو له لوري له منځه وړل شوي دي.

تر دوو کلونو وړاندې هم د خاشرود‌-‌دلارام پر لویې لارې په هر پنځه کیلومټرۍ کې د پولیسو یوه پوسته وه، خو د ملي دفاع وزارت افغان ځواکونو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو د مخنیوي لپاره د ملي اردو د ټولي په ګډون چې پر یاده لاره یې ترې څلور ستر مرکزونه جوړ کړل، یادې ټولې پوستې ټولې کړې دي.

په نیمروز کې محلي سرچینې وايي چې پاکستان په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو په تجهیزولو سره توانېدلی چې د خاشرود‌-‌دلارام پر لویې لارې د ملي اردو درې مرکزونه د طالبانو په بریدونو کې یادې ډلې ته په لاس ورشي.

د نیمروز د ولایتي شورا غړی نعمت‌الله صدیقي چابهار ته د تللیو لویو لارو د ناامنه کولو لپاره د پاکستان د هڅو د تایید ترڅنګ وايي، د ملي اردو له څلورو مرکزونو نه د خاشرود په «منار» سیمه کې یوازې یو ټولی پاتې دی.

د نوموړي په وینا، طالبانو څلور ورځې وړاندې د خاشرود ولسوالي د منار سیمې د مشرانو په وسیله پاتې یوه ټولي ته هم لس ورځې وخت ورکړی چې یاد مرکز پرېږدي، که‌نه د دهمزنګ مرکز پر برخلیک به اخته شي.

د ولایتي شورا دغه غړی وايي چې د ۶۶ لویه لاره چې د چابهار اصلي لویه لاره ګڼل کېږي، په بشپړ ډول له منځه تللې او هېڅ سوداګر نه شي کولای خپل توکي او وسایل پر یادې لویې لارې ولېږدوي.

د دلارام ولسوال شهنواز قادري د دلارام‌-خاشرود لویې لارې د ویجاړېدو د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده لاره په بشپړ ډول د طالانو په لاس کې ده. د هغه په وینا، د دلارام‌-زرنج لویه لاره په ۲۰۰۹ کال کې د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت چې لګښت یې هندوستان ورکړ، جوړه شوه. قادري وايي، طالبانو د دلارام‌-خاشرود لویه لاره په هرو ۲۰ تر ۵۰ مترو کې په ماینونو الوځولې او پر یادې لارې هېڅ پُل او پُلچک جوړ نه دی پاتې.

ویل کېږي چې په دوو کلونو کې هېڅ دولتي کارکوونکی نه دی توانېدلی چې پر یاده لویه لاره تېر شي. د نیمروز د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس عبدالله نورزی هم د ۶۶ لویې لارې په اوږدو کې ستونزې مني او وايي، طالبانو د یادې لارې د ورانولو ترڅنګ، په څو برخو کې ګمرک هم جوړ کړی دی. د نورزي په وینا، طالبان له هر باروړونکي موټر نه چې ودانیز توکي په‌کې وي، ۳۵ زره او د خوراکي توکو له هر موټر نه له ۳ تر ۵ زرو افغانۍ اخلي.

د پولې هغې غاړې ته سوداګريزو توکيو ته د وسله‌والو له لوري پاټکونه او د نيمروز او ايران ترمنځ د پل نه موجوديت هغه ننګونې دي چې سوداګر جراات ونه‌شي کولای له دې لارې خپل مالونه ولېږدوي.

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې چابهار نړیوالو اوبو ته د افغانستان لاس‌رسي لپاره یو ګټور ګام دی. دوی وايي، افغانستان یو واردوونکی هېواد دی چې په لويه کچه د کورني تولید له پلوه نړیوال اوبو ته اړتیا لري  او چابهار چې د هغې د ټیټ لګښت په پام کې نیولو سره، هم د اسلام‌اباد ښه بديل دی او هم سوېلي اسیا له مرکزي اسیا سره وصل کولو لپاره.

له زرنجه خاشرود ته

د نیمروز ولایت د چابهار بندر په اوږدو کې د ناامنیو له زیاتوالي سره حکومت غواړي د نیمروز ولایت مرکز له زرنج ښار نه خاشرود ولسوالۍ ته ولېږدوي.

د نیمروز د والي د مطبوعاتي دفتر سرپرست بهرام حقمل د خاشرود – دلارام لویه لار کې امنیتي ننګونې تاييدوي او وايي، حکومت غواړي خاشرود ولسوالۍ ته د نيمروز د مرکز لېږدولو سره د خاشرود – دلارام ټرانزيټي لويه لاره امن کړي.

د حقمل په وينا، ځینې ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې د نیمروز د ۶۶ نمبر لویې لارې په ناامنه کولو سره سوداګر ونه‌شي کولای خپل سوداګريز توکي د چابهار له لارې وارد کړي.

نوموړی وايي، اوس د نیمروز مرکز زرنج ښار له ایران سره په څو قدمۍ کې پروت دی او د خاشرود د مرکز له لېږد سره به له يوه لوري زرنج په يوه لوی بندر بدل شي او له بلې خوا به د خاشرود – دلارام لاره امن شي.

د هغه په ​​وینا، په نږدې راتلونکي کې به د نيمروز په نوي مرکز کې د ادارې جوړولو چارې بشپړې شي.

نورې ننګونې

د نیمروز د چابهار لارې د امنیتي ننګونو سربېره، ياد بندر کې يو شمېر نور خنډونه هم موجود دي چې دا لامل شوی افغان سوداګرو ته دا لاره امن نه وي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رييس یونس قاضي‌زاده سلام‌وطندار ته وايي، د تر دې دمه د چابهار بندر لاره پر د « نړیوال ټرانسپورت غوره لاره» نه ده بدله شوې. د قاضي‌زاده په وينا، په چابهار بندر کې د ټرانزيټي موټرو کم‌والی او ياد بندر ته د اروپا او امریکايي کارګو کښتيو  د تګ او راتګ ناڅرګندتیا نورې ننګونې دي.

نوموړی زياتوي، که څه هم چابهار افغانستان ته تر ټولو نږدې بندر دی چې د عباس بندر په پرتله د «ميل ۷۸، ابو نصر فراهي او دوغارون افغانستان» له درېوو سرحدونو څخه لنډ دی؛ خو  په دې بندر پر پانګونې د سوداګرو پر مخ پراته خنډونه بايد لرې شي.

خو د هرات د صنایعو او کانونو خونو رییس حمیدالله خادم وايي، د امريکا او ايران ترمنځ سياسي نښتې د چابهار د بندر د شنډوالي یو اصلي لامل دی. خادم سلام‌وطندار ته وايي، امريکا او متحدان يې نه غواړي ایران د دې بندر له لارې پیسې وګټي.

د نوموړي په وينا، هغه اسانتياوې چې د پاکستان کراچۍ بندر افغان سوداګرو ته برابرې کړې دي، په چابهار کې نشته؛ نو پر دې بنسټ سوداګر د چابهار بندر له لارې د سوداګريزو توکيو واردولو ته ډېره لېوالتيا نه‌لري.

خادم وايي، چابهار بندر کې یوه بله ننګونه نړیوالو کښتیو کې د صادراتي توکيو کمښت دی چې کراچۍ بندر کې داسې نه ده. هغه وايي، تر هغه چې د چابهار له بندره د صادراتو او وارداتو په اړه د سیمې د هېوادونو تر منځ څو اړخیز تړونونه لاسلیک نه‌شي، سوداګر به د دې بندر له لارې د توکيو لېږد ته لېواله نه وي.

سوداګر وايي، دوه کاله وړاندې يو بار وړونکی موټر له هراته کابل ته په ۷ ورځو کې رسېده؛ خو اوس د لويو لارو د خرابوالي له کبله دغه موټر له ۱۵ نه تر ۲۰ ورځو پورې موخې ته رسېږي.

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، که چېرې نیمروز ولایت کې د چابهار په لاره کې امنیتي ننګونې حل شي؛ نو د چابهار بندر به د نورو بندرونو په پرتله ارزانه او نږدې لاره وي.

افغانستان په تېرو یوه یا دوه کلونو کې له پاکستان سره په ګډه پوله د بندرونو له لارې د وارداتو اړتیا له کبله تر سخت فشار لاندې راغلی. پاکستان چې تل له دغې موضوع د سياسي وسیلې په توګه کار اخيستی، په تېرو دوه کلونو کې یې څو ځله د افغانستان پر وړاندې خپل بندرونه تړلي دي.

له دې وړاندې د افغانستان – هند د سوداګریزو توکيو لېږد د هوايي دهلېز له لارې پیل شوی و او ولسمشر غني ټینګار درلود چې افغانستان نور په دې برخه کې په حاشيه کې نه دی او پر یوې محدودې لارې به نه تړل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام