د اټومي انرژي ادارې مسوولان وايي، د ۱۳۹۹ مالي کال پر مهال د کابل په بېلابېلو سیمو کې د راډیواکټیف طبیعي موادو د ډېرو شعاعو لرونکې سیمې ثبت شوې دي.

د دوی په وینا، دغه مواد په کوهستانونو او د کابل د ودانیزو تیږو په کانونو، لکه د قصبې او افشارو غرونو او ځینو نورو سیمو کې شته.

د افغانستان د اټومي انرژي مرستیال او سرپرست زاهدالله زاهد نن ملت ته د دولت حساب‌ورکونې په غونډه کې وویل، شاوخوا ۲۵۰ کورنیو ته یې په دې اړه پوهاوی ورکړی چې په یادو سیمو کې اوسېږي یا هم پرې تګ‌راتګ کوي، څو ځان ترې لرې وساتي.

دا چې ټول‌ټال څومره افغانان د اټومي سرچینو له ګواښ سره مخامخ دي، د اټومي انرژي اداره یې په اړه معلومات نه لري.

افغانستان په ۱۳۳۶ لمریز کال کې یعني ۶۳ کاله وړاندې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس غړیتوب واخیست او په رسمي ډول د دغه سازمان د دوه‌ویشتم غړي په توګه ثبت شو. د اټومي انرژي عالي کمېسیون په ۱۳۸۹ کال کې جوړ شو، خو تر اوسه خلک د دغو سرچینو په اړه لازم پوهاوی نه لري او څومره چې باید دا سرچینې کنټرول شوې وای، نه دي شوي.

د یادونې ده چې د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمېسیون فعالیت سوله‌ييز دی او اوس د درملنې، کرنې، امنیت، کانونو او اوبو په برخه کې فعال دی او دغه راز، د ډله‌ييزو وژنو د وسلو د کارولو په مخنیوي کې هم ونډه لري.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام