د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو دوه ورځې وروسته، د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد چې له دې وړاندې د نوموړي تصویر په رسنیو کې نه و خپور شوی، په خپله لومړۍ خبري غونډه کې چې بېګاه شپه یې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې جوړه کړې وه، وویل چې په ټولنه کې د ښځو حضور او فعالیت ته شدیده اړتیا ده.

د طالبانو ویاند زیاته کړه: «د ښځو موضوع مهمه ده. زمونږ میندې او خویندې د ټولنې مهم عنصر دی او په اسلامي چوکاټ کې په ټولو برخو کې باید کار وکړي او هېڅ توپیري چلن به نه وي. په ټولنه کې د ښځو حضور او فعالیت ته شدیده اړتیا ده.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال ذبیح‌الله مجاهد وایي چې رسنۍ باید د اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف نشرات ونه کړي، خپل بې پري‌توب وساتي او پر ځای نیوکې وکړي. هغه ټينګار وکړ چې ملي ارزښتونه افغانانو ته مهم دي او رسنۍ نه باید د دغو ارزښتونو خلاف نشرات وکړي. «په اسلامي چوکات کې ټولې رسنۍ ازادې دي. رسنۍ باید بې پرې وي او په راتلونکي کې به د دوی نیمکړتیاوو ته متوجه یو.»

په همدې حال کې مجاهد د کابل امنیتي وضعیت ته په اشاره سره د دغه ښار اوسېدونکو ته په خطاب کې وویل، د پلازمېنې اوسېدونکي باید ډاډمن واوسې چې امنیت به سل سلنه ټينګ شي.

د طالبانو ویاند ټینګار کوي چې د هېواد اقتصادي زېربناوې باید پیاوړې شي او دغه ډله په دې برخه کې ګامونه پورته کوي او له دې سرچینو به ګټه اخلي. د هغه په وینا، په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په اقتصاد او سوداګرۍ کې ستر بدلونونه راشي. ذبیح‌الله مجاهد همداراز وایي چې نړیوال او ګاونډي هېوادونه باید دا ډاډ ولري چې د افغانستان خاوره به د دوی پر وړاندې نه کارول کېږي.

هغه زیاته کړه: «ټول هغه ژباړونکي او د بهرنیو دفاترو کارکوونکي، که نظامي دي او که ملکي ټولو ته عفه شوې او ډاډ ورکوو چې هېڅوک به د دوی دروازې ونه ټکوي. د دوی له استعداد او تجربو به په راتلونکي کې ګټه اخلو. امارت امر کړی چې هېڅوک به کابل کې نه څارل کېږي او که څوک د چا د دروازو ترشاه ودرېدل، زمونږ ټيلیفوني شمېرې شته زنګ ووهئ او زمونږ هغو کسانو ته جزا ورکړو.»

له دې سره د طالبانو ویاند ټينګار کوي چې له «الف تر ی» پورې ټولو ته بښنه شوې او په وینا یې، دا چاره له سولې سره مرسته کوي. «که په جګړې کې چا ته زیان رسېدلی وي، دا د جګړې پیغامونه دي او مونږ هم زیان لیدلی.» د طالبانو د ویاند په خبره، دغه ډله د بې ثباتۍ د مخنیوي له امله اړ ده چې نظامي وضعیت خوندي کړي، خو ډېر ژر به وضعیت عادي حالت ته راوګرځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ذبیح‌الله مجاهد وایي، «افغانستان د بلواګرو ځای نه دی او د اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره هڅې روانې دي. په راتلونکي حکومت کې به ټول اړخونه، قومونه او خلک ونډه ولري.»

مجاهد د ملي بیرغ په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې په دې اړه به سیاسي مشران پرېکړه وکړي او د افغانسان د اوسېدونکو د غوښتنو پر اساس به اقدام وکړي. »د یوه داسې قانون په اړه چې د ټولو له غوښتونو سره برابروي، نوی حکومت یې په اړه پرېکړه کوي.»

ذبیح‌الله مجاهد وایي چې د نوي نظام پر جوړېدو په چټکۍ کار روان دی او ډېر ژر به یې جوړښت اعلان شي. هغه خلکو ته ډاډ ورکوي چې هېڅ وسله پاکستان ته نه قاچاقېږي او د هېواد ټولې پولې تر کنټرول لاندې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام