Asset 1SWN

حکمتيار: د حکومت استعفا اړ کولو لپاره پراخه لاریونونه پيلوو

EvnhRjjXEAYIvh0-p3q3nkp1no51e9bn3gh0n5ryhj589quku6fbf9wh3c

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن په کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، له حکومتي چارواکيو يې غوښتي چې هر څه ژر دې استعفا ورکړي ترڅو داسې حکومت جوړ شي چې د خلکو او سیاسي ګوندونو د غوښتنو پر بنسټ وي.

د حزب اسلامي مشر خبرداری ورکړ چې اوسنی حکومت بې کفایته دی او که حکومتي چارواکي استعفا ورنه‌کړي، حزب اسلامي به سبا په کابل کې په پراخه کچه لاریون وکړي.

 حکمتیار دا هم وویل چې لاريون لپاره له نورو ولایتونو هم د ياد ګوند پلويان راځي.

دا په داسې حال کې ده چې د مدني لاریونونو په اړه باید له امنیتي ادارو سره همغږي وشي او امنیت یې تامین شي.

د کابل د امنيې قومندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي، که څه هم د ياد لاريون په اړه خبر نه دی ورکړل شوی؛ خو که سبا د حزب اسلامي له لوري لاريون وشي هم به يې دوی امنيت وساتي.

له دې وړاندي ګلبدين حکومت ته لس ورځې وخت ورکړی و چې له حزب اسلامي سره کړې ژمنې عملي او پاتې بندیان یې خوشې کړي.

حکمتیار وايي، که یې غوښتنې ونه منل شي دغه اعتراضونه به د کابل په ګډون نورو ولایتونو ته هم وغځوي او اوسنی حکومت به استعفا کولو ته مجبور کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام