Asset 1SWN

کابل کې د خطاطۍ او ښکلي خط هنر سره د زده‌کوونکو لېوالتیا کمه شوې

1

کابل ښار کې د خطاطۍ او ښکلي خط هنر یوشمېر استادان وايي، تېرو کلونو ته په پام دغه هنر سره د ځوانانو لېوالتیا کمه شوې ده.

دوی سلام‌وطندار ته وویل چې د تېرو دوو کلونو پر مهال کابل کې د خطاطۍ او ښکلي خط هنر کوم نندارتون نه‌دی جوړ شوی او دا کار لامل شوی چې د ځوانانو لېوالتیا ورسره کمه او د دوی د زده‌کوونکو شمېر هم کم شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حبيب‌الرحمن چې کابل کې د خطاطۍ او ښکلي خط هنر استاد دى وايي، د ده په ښوونيز مرکز کې د زده‌کوونکو شمېر له زرو زده‌کوونکو ٢٠٠ ته راټيټ شوى دى.

هغه وویل: «اووه کاله کېږي چې کار کوم اوس وضعیت خراب شوی او زده‌کوونکي هم کم شوي، تېر کال ۱۰۰۰ فارغان به مو لرل چې اوس ۲۰۰ زده‌کوونکي لرو.»

صبور وحیدي هم له تېرو شلو کلونو راهيسې د خطاطۍ او ښکلي خط هنر په برخه کې کار کوي او وايي، د تېرو دوو کلونو پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو دې هنر ته هېڅ پام نه دی کړی.

هغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مسوولانو غواړي چې د دغه هنر د بیا ودې او ورسره د زده‌کوونکو د لېوالتيا لپاره د خطاطۍ او ښکلي خط هنر نندارتونونه جوړ کړي.

نوموړي وویل: «د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تېرو دوو کلونو کې ورته پام نه دی کړی. باید نندارتونونه جوړ شوي وای او د دوی ستونزې لیدل شوې وای، څو اثار او کار یې نندارې ته وړاندې کړی وای.»

په ورته وخت کې یو بل خطاط عبدالواسع عزیزي هم وايي، د جمهوري نظام پرمهال د خطاطۍ او ښکلي خط هنر کلني نندارتونونه جوړېدل؛ خو د ا.ا له راتګ سره دې برخه کې کوم نندارتون نه دی جوړ شوی.

هغه وویل: «د جمهوریت پر مهال نړیوال نندارتونونه جوړېدل او ولایتي فسټوالونو به زموږ د اثارو د نندارې لپاره جوړېدل، خو اوس هېڅ نشته او هنر ته پام نه کېږي.»

بل‌خوا د خطاطۍ او ښکلي خط هنر یوشمېر زده‌کوونکي له سرپرست حکومت غواړي چې د ښوونیزو مرکزونو په جوړولو سره دغه هنر ته وده ورکړي او د دې برخې له هنرمندانو ملاتړ وکړي.

د خطاطۍ او ښکلي خط هنر یوې زده‌کوونکې هیلې سلام‌وطندار ته وویل: «اوسنیو شرایطو کې د ښکلي خط هنر په ورکېدو دی. دې خط سره د نجونو لېوالتیا ډېره وه او باید ډېر پام ورته وشي او موږ ته باید ښوونیز مرکزونه جوړ شي.»

هېواد کې د خطاطۍ او ښکلي خط هنر ته د نه‌پام په تړاو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو د نظر په اخیستو بریالي نه‌شو، خو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نشراتو امر محمدعثمان الماس سلام‌وطندار ته وویل، دغه اداره به د خطاطۍ هنر د ودې لپاره نږدې راتلونکي کې د اسلامي خطاطۍ او ښکلي خط هنر لومړنی فیستیوال جوړ کړي.

نوموړي وویل: «ډېر ژر به لومړی اسلامي رسم‌لخط فسټوال جوړ کړو او هغه کې به د مسلکي او تخنیکي تعلیماتو انسټیټیوټ د ښکلو هنرونو ادارې اړوند محصلات او هغه کسان چې دې برخه کې کار کوي، ګډون کولای شي او لسو نفرو ته چې لوړې نمرې وړي، جایزه هم ورکول کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

افغانستان کې خطاطي او د ښکلي خط هنر اوږده مخینه لري، خو دغه هنر ته د حکومت نه‌پام هېواد کې له دې هنر سره د خلکو لېوالتیا کمه کړې ‌ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام