نن په کابل او یو‌شمېر ولایتونو کې شیعه‌‌ګانو له امنیتي ګواښونو سره-سره د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ ولمانځله. د کابل په لوېدیځ حسینیه خاتم الانبیا کې د ا.ا د ځینو چارواکو ترڅنګ سلګونو کسانو هم د عاشورا مراسمو کې ګډون کړی وو.

د افغانستان د اهل تشیع دیني عالمانو په یادو مراسمو کې وویل چې د عاشورا ورځې پیغام یووالی او اتحاد دی او د اسلامي اصولو په رڼا کې د ملت او وطن جوړونې غوښتونکي شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سږکال د عاشورا مراسم په داسې حال کې لمانځل کېږي چې افغانستان په تېر یوه کال کې د ګڼو سیاسي او پوځي پېښو او بدلونونو شاهد وو. د عاشورا مراسمو ګډونوال هېواد کې شته اقتصادي او  سیاسي ستونزو ته په پام، له خلکو غواړي چې سره یو شي.

 د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، امام حسین داسې یوه لاره پرېښودلې چې پرمټ یې پیروان  هر وخت د وطن ژغورنې لپاره قربانۍ ورکولو ته چمتو دي.

دا په داسې مهال ده چې له تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې په کابل کې درې امنیتي پېښې شوې چې تر ډېره شیعه مېشتې سیمې تر برید لاندې راغلې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو له مخې، د جمعې او شنبې پر ورځو د کابل په سرکارېز او پُل سوخته سیمو کې د شویو  چاودنو له امله لس وژل شوي او ټپیان شوي دي. د  محرم لسمه یا د عاشورا ورځ د اهل تشیع له ځانګړو ورځو څخه ده چې دوی هر کال دغه ورځ په ځانګړو  مراسمو، عزادارۍ او ویر سره لمانځي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام