د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د روسیې سفارت ته نږدې له شوي ځانمرګي برید وروسته نن ماښام د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي چې متقي د روسیې سفارت ته نږدې د ننني برید او په‌کې د دغه هېواد د دوو کارکوونکو وژل کېدو له کبله له لاوروف سره غمرازي کړې او ډاډ یې ورکړی چې په اړه به یې هراړخیزې پلټنې کوي.

متقي ویلي، دواړه لوري باید اجازه ور نه‌کړي چې د «دوښمن دا ډول منفي اقدامات د دواړو هېوادونو پر نږدې او مثبتو اړیکو منفي اغېز وکړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه خپل روسي سیال ته ډاډ ورکړی چې امنیتي ځواکونه به یې د روسیې سفارت امنیت ته ځانګړی پام وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکلي چې لاوروف هم په دې پېښه کې د افغانانو د وژل کېدو له کبله متقي سره خواخوږي څرګنده کړې او د هغه له ټیلیفوني اړیکې یې مننه کړې ده.

عبدالقهار بلخي لیکلي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نننی برید د نړیوالو جنایتکارو سازمانونو کار بللی او د هغو پر وړاندې مبارزه باندې یې ټینګار کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام