د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د دې احتمال شته چې دغه هېواد د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني او د دې اقدام لپاره افغانستان کې د یوه پراخ‌بنسټه حکومت جوړېدو ته ړتیا ده.

نوموړي پرون له یوه روسي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې د دې موضوع لپاره د روسیې د ولسمشر او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست له لوري شرایط ټاکل شوي چې دې برخه کې به د جدي خبرو لپاره زمینه هم برابره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي په دغه مرکه کې ټينګار کړی چې روسیه به د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په برخه کې له امریکا او نورو هېوادونو څخه پیروي ونه‌کړي.

په ورته مهال کابلوف زیاته کړې چې اسلامي امارت له روسیې سره همکارۍ ته لېواله ده او کار د نړیوالو منلو شویو قوانینو پربنسټ دی چې اسلامي امارت په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ او د نشه‌يي توکو د تولید په برخه کې د روسیې اندېښنې درک کولای شي.

نوموړي همداراز ویلي: «اسلامي امارت د مرکزي اسیا هېوادونو ته ګواښ نه دی او دغه حکومت له افغانستانه د تښتېدلو لوېدیځو هېوادونو خلاف، داعش ډلې سره چې نه یوازې د روسیې، بلکې د نورو هېوادونو دښمنه هم شمېرل کېږي، جګړه کوي.»

ضمیر کابلوف د افغانستان په غوښنتنه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري د غلو دانو د پېر په موخه د ځانګړي جواز د ورکړې خبره هم کوي او په وینا یې، نږدې راتلونکې کې به د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست مسکو ته سفر وکړي.

دغه څرګندونې په داسې مهال دي چې نږدې لس میاشتې کېږي چې اسلامي امارت بیا واک ترلاسه کړی، خو تراوسه هېڅ حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سره هم‌مهاله روسیه یوازینی هېواد دی چې اسلامي امارت سره نږدې ډيپلوماټیکې اړیکې لري او مسکو کې یې د افغان سفارت ډيپلوماټان هم منلې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام