د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌لاوروف پرون ورځ په مسکو کې د اسلامي امارت، چین، پاکستان، هند او ایران په ګډون د لسو نورو هېوادونو د استازیو په غونډه کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دوام غوښتنه وکړه او وویل، د دغه هېواد د مسلې حل د ټوله‌ګډونه حکومت جوړېدو پورې تړلی دی.

لاوروف اندېښنه څرګنده کړه چې افغانستان لا هم ثبات نه‌لري او د داعش په څېر یو‌شمیر ترهګرې ډلې بریدونه کوي او د نشه‌یي توکو قاچاق لاهم یوه لویه ستونزه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌باڼه وڅارئ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ستونزې حل لپاره د ټول‌ګډونه حکومت جوړیدل مهم بولي.

هغه وویل چې د طالبانو له لوري د حکومت د سیاسي او پوځي وضعیت د باثباته کېدو هڅې د ستاینې وړ دي، خو د افغانستان لپاره اوږدمهاله حل‌لاره د ټولشموله حکومت جوړول دي چې د ټولو قومي او سیاسي ډلو له ګټو څخه استازیتوب وکړي. د نوموړي په وینا، طالبان باید په خپلې ژمنې چې د افغانستان خاوره به د نورو پر ضد نه استعمالېږي، عمل وکړي.

په همدې حال کې د چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې د مسکو ناسته به ښې پایلې ولري د چارو شنونکی حمیدالله هوتک دې ناستې ته خوشبین دی او وايي چې طالبان باید ښې پالیسۍ غوره کړي او له بهرنیو هېوادونو سره لیدنې وکړي چې دا به ښې پایلې ولري.

خو دا چې د امریکا استازي د مسکو په غونډه کې ګډون نه‌دی کړی، د چارو شنونکی ګل محمد ګلزی وايي، د امریکایي پلاوي د نه ګډون لامل، د مسکو ناسته مثبتې پایله نه‌شي لرلی.

هغه وویل، «اوس هم په نړیوال سیاست کې امریکا مخکښ رول لرې او اروپا ورسره یوه ژبه او خوله ده، څو چې افغانستان کې د اروپا او امریکا نظر موجود نه‌وي، افغانستان کې اوسنۍ ستونزه نه حل کېږی.»

له دې سره د اسلامي امارت پلاوي د مسکو ناسته کې غوښتنه کړې چې باید د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې او له افغانانو سره بشري مرستې دوام وکړي. د اسلامي امارت مسوولینو ټینګار کړی چې اوس یې هم حکومت کې د هر قوم استازي ګډون لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، که طالبان غواړي د نړۍ هېوادونو له خوا په رسمیت وپیژندل شي، باید د بشري حقونو په اړه د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

کابلوف همدارنګه ویلي، د افغانستان په نوي حکومت فشار راوړل، افغانانو ته د سزا ورکولو په معنی ده، نو نړیواله ټولنه دې د افغانستان خلکو سره د مرستو لپاره هڅې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام