د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وایي چې د مسکو ناسته کې د ګډون لپاره اماده دي او دغې ناستې ته یې ځانګړی پلاوی هم جوړ کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، په دغه ناسته کې به د رییس‌الوزرا د دویم مرستیال په مشري یو پلاوی د دوی له لوري د مسکو په ناسته کې ګډ‌ون وکړي.

تمه ده د افغانستان په اړه د مسکو ناسته د روانې میلادي میاشتې په شلمه نېټه جوړه شي. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې په دغه ناسته کې به د دوی پلاوی له بېلابېلو هېوادونو سره پر اړوند مسایلو خبرې اترې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی وو چې د دغې ناستې د ګډون کوونکو سربېره یې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړې او د دوی ځواب ته په تمه دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روسې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په قزاقستان کې یوې خبري ناستې ته ویلی وو، هیله‌مند دی چې طالبان د دغې ناستې ارزښت درک کړي او ګډون پکې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام