په تېره يوه اوونۍ کې د پکتيا سربېره خوست او پکتيکا ولایتونو کې د مخکیني حکومت يو‌شمېر دولتي کارکوونکي د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوي دي.

پکتيا کې د پخواني حکومت د لومړۍ حوزې آمر عزت الله ارين، د پکتيکا يحيی‌خېلو کې د ملي اردو سرتېری شميم او په خوست کې د سرحدي ځواکونو افسر احسان‌الدين تر څنګ شاعر او ليکوال هيله‌مند ژوندی، په تېره اونۍ کې وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتيا لپاره د جمهوري نظام پخوانی والي محمدحليم فدايي وايي د امنيتي مسوولانو، سرتېرو او نورو وګړو ساتنه د اوسني نظام مسووليت دی.

فدايي وايي، رامنځ‌ته شوې پېښې د وسله‌والو طالبانو له لوري شوي چې په وينا یې، د شخصي بديو نوم ورکوي. حلیم فدايي پوښتنه کوي، «که طالبان په ټول افغانستان واک لري، نو د شخصي بديو قاتلين ولې نه نيول کېږي؟»

هغه ويلي، «نظامي مسوولان د ملي امنيت کارمندان، د خوست، پکتيا، پکتيکا په ګډن غزني کې پخواني اربکيان دا ټول وژني، ترور کوي يي، بيا نوم د نامعلوم او ناڅرګند او يا د شخصي دښمني نوم ورکوي که چېرته شخصي دښمني وي، دوی وايي په ټول افغانستان حاکيمت لرو نو قاتلين دې ونيول شي.»



د پکتيکا يو‌شمېر ځوانان وايي، د تېر اسلامي جمهوري نظام سرتېري او مسوولان د اسلامي امارت د عمومي بښنې سربېره د وېرې او ډار احساس کوي او اندېښنه لري چې ژوندي یې له ګواښ سره مخ دی.

د پکتيکا اوسېدونکی اسد صميم له اسلامي امارت څخه غواړي چې د هدفي وژنو عاملان ونيسي.

په سوېل ختيځ زون کې امنيتي مسوولان وايي، عمومي بښنې ته ژمن دي او کومې  شخصي پېښې چې رامنځ ته کېږي، د مخنيوي لپاره به یې جدي ګامونه پورته کړي.

د پکتيا امنيه قومندان مولوي محمد عمر مخلص وایي چې د مخکیني حکومت کارکوونکو ته یې ژمنه ورکړې او لا هم په دې ژمنې ولاړ دي.

هغه زیاتوي چې په تېور شلو کلونو کې له خلکو سره زیات ظلمونه شوي او عدالت نه دی پلی شوی او ګڼ‌شمېر کسان له یو بل سره شخصي ستونزې لري، خو په وینا یې چې دوی به د یادو ستونزو هواري لپاره کوټلي ګامونه پورته  کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتيا امنيتي مسوولان وايي، په تېره يوه مياشت کې د غلا تر څنګ په يو‌شمېر نورو جرمونو ګڼ‌شمېر تورن کسان نيول شوي چې معلومات به یې وروسته له خلکو او رسنيو سره شریک کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام