د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین او ویاند ذبیحالله مجاهد نن کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د سرپرستې کابینې د پاتې غړيو نوملړ اعلان کړ.
د اعلان شوي نوملړ له مخې، حاجي نورالدین عزیزي د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی. هغه د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی. د بغلان اوسېدونکی محمدبشیر بیا د اسلامي امارت له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت د لومړي مرستیال او محمد عظیم سلطانزاده یې د یاد وزارت د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسلامي امارت قلندر عباد د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه او عبدالباري عمر او محمدحسن غیاثي یې د معینانو په توګه ټاکلي دي.
په نویو ګومارنو کې ملا محمد ابراهیم د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین په توګه غوره شوی دی. همداراز نظر محمد مطمین بیا د المپیک ملي کمېټې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
په ورته مهال مجیبالرحمن عمر بیا اسلامي امارت د انرژۍ او برښنا وزارت د معین، غلامغوث له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د معین په توګه، د احصایې مرکزي ادارې ته بیا محمدفقیر د سرپرست په توګه ټاکل شوي. ګلمحمد او ګلزرین کوچی د سرحدونو قبایلو او اقوامو وزارت د معینانو په توګه، ارسلا خروټی د کډوالو وزارت معین، لطفالله خیرخواه د لوړو زدهکړو وزارت د مسلکي معین په توګه او نجیبالله د اټمي انرژۍ ادارې د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
- د طالبانو کابینې ته غبرګونونه؛ امریکا يې انحصاري بولي
- د ښځو حقونو فعالانې: طالبانو د ښځو چارو وزارت لغوه کړی
- چین د طالبانو له لوري د لنډمهالي حکومت جوړېدو هرکلی کړی
په همدې حال کې ذبیحالله مجاهد وایي چې په دغو ګومارنو کې تر ډېره تخصص او وړتیا په پام کې نیول شوې او هڅه کېږي چې د حکومت جوړښت او تشکیلات له دې زیات ځواکمن او معیاري شي.
د اسلامي امارت ویاند د ټول ګډونه سرپرستې کابینې په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې دا ځل د لږکیو له هغې ډلې د هزار قوم استازیو ته هم په کابینه کې ځای ورکړل شوی دی.
د هغه په وینا، د روغتیا وزارت معین محمدحسن غیاثي په کابینه کې د هزاره قوم په استازیتوب غوره شوی دی. د اسلامي امارت سرپرسته کابینه د وږي میاشتې په ۱۶مه اعلان شوه.
بلخوا مجاهد وایي چې د سرپرستې کابینې د لوړې مراسم لغوه شوي دي. مجاهد زیاته کړه، د حکومت رهبري پرېکړه کړې چې د وزارتخونو مسوولان د وخت ضایع کېدو څخه د مخنیوي لپاره دې خپل کارونه پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د باختر خبري اژانس د چارو ادارې د سرپرست احمدجان احمدي له قوله راپور ورکړی وو چې د سرپرستې کابینې د لوړې مراسم به ډېر ژر جوړ شي.
باختر اژانس همداراز ویلي وو چې طالبانو د سرپرستې کابینې د لوړې مراسمو د ترسره کولو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړی دی.