چین په کابل کې د طالبانو له لوري د لنډمهالي حکومت جوړېدو هرکلی کړی او د ۳۱ میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې ژمنه یې کړې ده. طالبان د زمري میاشتې په څلېرویشتمه نېټه کابل ته راغلل او د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ یې د پنجشېر له نیولو وروسته خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې «له پلان پرته او په بیړه» به یې له افغانستانه د امریکا پر وتلو نیوکه کوله، پرون یې وویل چې د طالبانو له لوري د کابینې جوړېدل به د افغانستان له ثبات سره مرسته وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې هېواد یې د کابینې اعلانولو په برخه کې د طالبانو اعلامیې ته ډېر ارزښت ورکوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې هم پرون د پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په انلاین غونډه کې ویلي چې امریکا او متحدان یې دنده لري چې تر بل هر هېواده له افغانستان سره ډېره اقتصادي او بشردوستانه مرسته وکړي.



نوموړي ویلي چې یاد هېواد باید نه یوازې د افغانستان له پراختیا سره مرسته وکړي، بلکې د دغه هېواد د ملي حاکمیت او خپلواکۍ درناوی هم وکړي. هغه ویلي چې چین به له افغانستان سره د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د غلې، ژمني چمتووالي او واکسین مرسته وکړي.

وانګ یې له طالبانو غوښتي چې نه یوازې باید له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، بلکې پر وړاندې یې باید ګامونه اوچت کړي، څو د سیمې امنیت او ثبات وساتل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي په دې ناسته کې غوښتنه کړې چې په راتلونکو ناستو کې باید طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.

د طالبانو په کابینه کې، ملا محمدحسن اخند د ریاست‌الوزرا د سرپرست او ملا عبدالغني او عبدالسلام حنفي یې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي. طالبانو د ۱۹ وزارتونو لپاره هم سرپرستان ټاکلي دي. که څه هم په دې کابینه کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده نوم نه دی اخیستل شوی، خو هغه د دې ډلې د مشر په توګه پېژندل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام