Asset 1SWN

اتمر د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پياوړي کولو په موخه هند ته لاړ

Attmar-2-p4ky0f5ylby14bv2kwigbljvckujg8afynlyf0i104

د بهرنیو چارو وزارت وايي، محمد حنيف اتمر نن د افغان سولې لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پياوړي کولو په موخه هند ته لاړ.

له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه سفر کې به د افغان سولې په اړه او همداراز د دوه اړخیزو اړیکو او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې د همکاریو د پراختیا په موخه هم خبرې وشي.

محمد حنیف اتمر به د هند د بهرنیو چارو له وزیر اس‌جي شنکر، د ملي امنيت سلاکار اجيت دوال او یو شمېر نورو هندي لوړپوړيو چارواکيو سره هم ليده کاته وکړي.

د بهرنيو چارو خبرپاڼه زياتوي، د ياد وزارت وزير به همداراز په هند کې د افغانستان سفارت له ډيپلوماټانو، محصلانو، سوداګرو، د اهل هنودو له استازيو او افغان کډوالو سره هم وګوري.

محمد حنيف اتمر په داسې حال کې هند تللی چې ټاکل شوې د روانې ميلادي مياشتې پای کې د افغانستان د سولې لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربه‌توب د اغېزمنو هېوادونو د وزیرانو غونډه جوړه شي. همداراز ټاکل شوې بله غونډه د ترکيې په کوربه‌توب اپرېل میاشت کې جوړه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام