د اسلامي جمعيت د کنګرې له جوړولو سره د اسماعیل ‌خان مخالفت

د اسلامي جمعيت ګوند د رهبرۍ شورا غړي محمد اسماعیل‌ خان د عطا محمد نور په مشرۍ د ياد ګوند د بېل شوي حزب له لوري د کنګرې له جوړولو سره مخالف وښود.

اسماعيل خان له جمعيته د بېلې شوې څانګې له لوري جوړېدونکې کنګره غيرمعياري، تقلبي او شخصي ګڼي او د ياد ګوند له ټولو غړو یې وغوښتل چې د دغه ګوند د يو شمېر غړيو وروستۍ کړنې تحریم کړي.

څرخ ولسوالۍ سقوط نه دی کړی؛ د لوګر والي: مقام مو اصلي ځای ته ولېږداوه

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي نن دوشنبه پل علم کې خبریالانو ته وویل چې څرخ ولسوالۍ د دوی په کنټرول کې ده او د ولسي وګړو او د ولایت نظامي شورا د پرېکړې له مخې يې د څرخ ولسوالۍ  مقام له یوه ځایه خپل اصلي ځای «ډبر» ته لېږدولی دی.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي و چې د څرخ ولسوالۍ ودانۍ یې نیولې او افغان ځواکونو ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

بهرنيو چارو وزارت د ايران او ترکيې ترمنځ پوله کې د ۴ افغان کډوالو مړينه تاييد کړه

د بهرنيو چارو وزارت تاييدوي چې د ايران او ترکيې ترمنځ پوله کې د سختو توپانونو او سړې هوا له کبله ۴ افغان کډوال مړه شوي دي.

ياد وزارت وايي، په تازه‌ګۍ سره رسنيو کې خبرونه او يو شمېر تصويرونه ښيي چې د ايران او ترکيې ترمنځ پوله کې د سختو توپانونو او سړې هوا له افغان کډوال مړه شوي دي.

صالح: بهسودو کې د امنيتي ځواکونو د چورلکې نسکورولو عاملانو ته بايد سزا ورکړل شي

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، د ميدان وردکو په بهسود ولسوالۍ کې د چورلکې غورځېدو پېښه کې د ۵ امنیتي ځواکونو او د پیلوټ په ګډون  د ۴ کارکوونکيو وژل يو ښکاره جنايت دی او د دغه جنايت عاملانو ته بايد سزا ورکړل شي.

صالح وايي، په هغه شپه بهسود ولسوالۍ کې د هېڅ چا پروړاندې عملیات نه وو پلان شوي چې د نامسووله وسله‌وال د علي‌پور د ملېشو له لوري چورلکه وويشتل…

اتمر د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پياوړي کولو په موخه هند ته لاړ

د بهرنیو چارو وزارت وايي، محمد حنيف اتمر نن د افغان سولې لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پياوړي کولو په موخه هند ته لاړ.

له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه سفر کې به د افغان سولې په اړه او همداراز د دوه اړخیزو اړیکو او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې د همکاریو د پراختیا په موخه هم خبرې وشي.