Asset 1SWN

بهرنيو چارو وزارت د ايران او ترکيې ترمنځ پوله کې د ۴ افغان کډوالو مړينه تاييد کړه

MFA-4-p33fpvztq1rq5lkjmhdvjyd5lt2w4dd2d6r7dpanbo

د بهرنيو چارو وزارت تاييدوي چې د ايران او ترکيې ترمنځ پوله کې د سختو توپانونو او سړې هوا له کبله ۴ افغان کډوال مړه شوي دي.

ياد وزارت وايي، په تازه‌ګۍ سره رسنيو کې خبرونه او يو شمېر تصويرونه ښيي چې د ايران او ترکيې ترمنځ پوله کې د سختو توپانونو او سړې هوا له افغان کډوال مړه شوي دي.

له بهرنيو چارو وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان د ايران او د ترکيې ترمنځ پوله کې په «چالدران ارومیه» سيمه کې مړه شوي دي او دوه نور ژغورل شوي دي.

یاد وزارت زياتوي، په انقرې او تهران کې د افغانستان سفارتونو د يادو مړو شويو کسانو جنازې کړي او تر اوسه پورې يې د دوه کسانو جسدونه هم خپلو کورنيو ته سپارلي دي.

بهرنيو چارو وزارت وايي، دغه پېښه به د ايراني او ترکي چارواکيو په مرسته په جدي توګه څېړي چې تر دې مهاله سيمې ته د پلټونکيو دوه پلاوي هم رسېدلي دي.

ياد وزارت په خبرپاڼه کې له هېوادوالو غواړي چې له هغو ناقانونه سفرونو ډډه وکړي چې د مرګ له خطر سره مخ کېږي او د قاچاقيانو فرېب ونه خوري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام