د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېنشري مرستیاله کلي ټي کلمنټز نن له غرمې وروسته په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغلې ده. نوموړې په دې سفر کې د هغو ټولنیزو ستونزو د هواري ډاډ ورکړی چې دا مهال افغانان ورسره مخ دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري مرستیاله وايي چې کابل ته د خپل سفر پرمهال به د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت له چارواکو سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.‎

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې ټينګار کوي چې افغانستان اوس نږدې ۶ میلیونه کډوال لري چې ډېری برخه یې په کور دننه بې‌ځایه شوي دي.

کلي ټي کلمنټز زیاتوي چې هڅه کوي، څو ټول بې‌ځایه شوي افغانان په سوله‌ییزه او ښو شرایطو کې ژوند وکړي.

په ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري مرستیاله ډاډ ورکوي چې د روغتیا، پوهنې او بېلابېلو برخو کې د افغانانو پر وړاندې پرتې ستونزې به هوارې کړي او خپلې همکارۍ به روانې ساتي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري مرستیاله په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې له هېواد څخه بهر په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ناوړه وضعیت په اړه راپورونه خپاره شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ترکیې په تازه‌ګۍ سره ویلي چې هوډ لري، سلګونه افغان کډوال په اجباري توګه له دغه هېواد څخه باسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام