نيمروز کې يوه کس د خپلې کورنۍ نهه غړي وژلي

باختر دولتي خبري اژانس د نيمروز د امنيې قومنداني د امنيت امر له قوله راپور ورکړی چې نن مازديګر دغه ولايت کې یوه کس د خپلې کورنۍ نهه غړي په مرموز ډول وژلي دي. په راپور کې راغلي چې دغه کس «ويس» نومېږي او د فراه ولايت د قلعه کاه ولسوالي اوسېدونکی دی.

افغانستان کې د خبریالانو د خپلسره نیونې پېښو زیاتېدو څخه د بې‌پولې خبریالانو اندېښنه

د بې‌پولې خبریالانو نړیوال سازمان نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د خبریالانو خپلسري نیول زیات شوي. د بې‌پولې خبریالانو سازمان خبرپاڼه کې ویل شوي، تراوسه د هېڅ خبریال دوسیه چې د بېلابېلو تورونو له امله نیول شوي، د رسنیو د سرغړونې کمېسیون له لورې نه‌ده ارزول شوې چې دغه اقدام د رسنیو د قانون خلاف دی.

کابل کې یوې مېرمنې څه باندې سلو ښځو ته د کار او زده‌کړو زمینه برابره کړې

د معلوماتو له مخې په افغانستان کې له وروستي سیاسي بدلون راپدېخوا چې د خلکو اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو ښودل شوی او ګڼ‌شمېر کسانو د خپل ژوند او راتلونکې په اړه ناهیلې شوي، د لاسي صنایعو یوه شرکت کابل کې څه باندې سلو نجونو او هلکانو ته د کار او زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د کډوالو چارو کې د ملګرو‌ملتونو د عالي کمېشنري مرستیاله کابل ته راغلې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېنشري مرستیاله کلي ټي کلمنټز نن له غرمې وروسته په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغلې ده.نوموړې په دې سفر کې د هغو ټولنیزو ستونزو د هواري ډاډ ورکړی چې دا مهال افغانان ورسره مخ دي.

کابل کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

د علامه فیضاني فرهنګي مرکز نن کابل کې د سړک پر سر د کتابونو نندارتون جوړ کړ. د دغه نندارتون جوړونکي وايي چې بېلابېل ډول کتابونه یې نندارې ته وړاندې کړي او موخه یې په هېواد کې د مطالعې فرهنګ دودل دي.

د امریکا کانګرېس افغانستان کې د تېر ارزونې او د راتلونکې ستراتېژۍ په اړه غونډه کوي

ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا کانګرېس د بهرنیو چارو وزیر او ځینو نورو امریکایي چارواکو په ګډون نږدې راتلونکې کې غونډه جوړوي، څو په دې بحث وکړي چې افغانستان کې څه تېر شوي او راتلونکې کې باید څه وشي. د چارو کارپوه طارق فرهادي وايي، دا غونډه به د کانګرېس د ډیموکراټو غړیو په غوښتنه نږدې راتلونکې کې جوړه شي.

د باروړونکو موټرو ډېر وزن د کابل – لوګر سړک د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ کړی

د لوګر ولایت یو‌شمېر اوسېدونکو او موټرچلوونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې د کابل – لوګر پر لویه ‌لاره هره ورځ د ډبرو سکرو سلګونه موټر پاکستان ته روان وي چې د موټرو د ډېر وزن او نه‌کنټرول له امله، د دغې لویې‌ لارې د دویم لین سړک ځینې برخې خرابې شوي او د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.