د لوګر ولایت یو‌شمېر اوسېدونکو او موټرچلوونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې د کابل – لوګر پر لویه ‌لاره هره ورځ د ډبرو سکرو سلګونه موټر پاکستان ته روان وي چې د موټر د وزن نه‌کنټرول له امله، د دغې لویې‌لارې دویم لین سړک د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.

دوی وویل، دامهال مرکز پل‌علم او محمداغې ولسوالي کې دغه غځېدلی سړک څو ځایه د درنو باروړونکو موټرو د تګ راتګ له امله ویجاړ شوی او که مخنیوی یې ونه‌شي، دغه سړک به له پرانیستلو وړاندې ویجاړ شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د معلوماتو پربنسټ، د کابل – لوګر لویې ‌لارې موټر چلوونکي اخترمحمد وویل، په دې وروستیو کې د دغې لویې ‌لارې پر دویم سړک د باروړونکو موټرو ګڼه‌ګوڼه ډېره شوې او د لوګر له لارې پاکستان ته په ۲۴ ساعتونو کې د ډبرو سکرو نږدې زر موټره تېرېږي.

د هغه په وینا، د هر موټر لپاره له ۲۵ تر ۴۰ ټنو پورې وزن ټاکل شوی، خو ځينې موټر چلوونکي ټاکلي وزن ته پام نه‌کوي.

هغه وویل: «زه یو موټر چلوونکی یم. رښتیا هم دغه د لوګر-کابل سړک ډېر خراب شوی دی. ډېر باروړونکو موټرو د درنو بارونو له امله ویجاړ شوی دی. لوګر څخه چې تېر شي د پکتیا او خوست ولایتونو کې هم پاکستان ته د لېږدونکو بار وړونکو موټرو د ډېر وزن له امله ویجاړ شوی دی. زموږ غوښتنه دا ده چې د بار وړونکو موټرو وزن دې کنټرول شي.»

بل‌خوا د لوګر د ټولګټو چارو ریيس نورالله سلام‌وطندار ته ویلي، پاکستان ته د تلونکو باروړونکو موټرو وزن یو ځل کابل او بیا د لوګر مرکز «التمور» سیمه کې کتل کېږي او هېڅوک اجازه نه‌لري چې له ټاکلي وزن زیات، وزن بار کړي.

د نوموړي په وینا، یوازې د لوګر له بره‌کي برک ولسوالي څخه د دغه ولایت مرکز پل‌علم او نورو ولایتونو ته د بار وړونکو موټرو د وزن کولو په برخه کې ستونزه لري چې ژر به هواره شي.

هغه زیاته کړه: «د کابل-لوګر ولایت سړک تراوسه نه دی ویجاړ شوی او کوم موټر چې له دې لارې پاکستان هېواد ته د ډبرو سکاره لېږدوي، یو ځل یې وزن په کابل او بیا په لوګر ولایت کې کتل کېږي او هیچاه ته د دې اجازه نه ورکول کېږي چې له ټاکل شوي وزن څخه زیات وزن ولېږدوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوګر اوسېدونکي داسې حال کې پاکستان ته د ډبرو سکرو د موټرو ډېر وزن په اړه اندېښنه ښيي چې لاهم د کابل – لوګر دویم لین سړک په رسمي توګه نه‌دی پرانیستل شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام