کابل کې د ډبرو سکرو یوشمېر پلورونکي وایي، د اسلامي امارت تر راتګ وروسته، د ډبرو سکرو په بیو او صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دوی په وینا، د تېر په پرتله دامهال هېواد کې د ډبرو سکرو بیه څه باندې دوه برابره شوې او دوی ته یې زیان اړولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ډبرو سکرو پلورونکي احمدالله سلام‌وطندار ته ویلي چې هره ورځ له ۵۰۰ تر ۶۰۰ لاریو پورې د ډبرو سکاره پاکستان ته لېږدول کېږی چې هېواد کې یې د ډبرو د سکرو پر بیه اغېز کړی او د یوه ټن سکرو بیه له ۷۰۰۰ افغانیو ۱۷۰۰۰ افغانیو ته پورته شوې ده.

د کابل یوشمېر اوسېدونکي هم د کاري فرصتونو نه‌شتون او او د سون‌توکو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو بیو لوړېدو څخه اندېښنه ښيي.

په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت‌الله برهان وایي، په مخکیني حکومت کې د ډبرو سکرو ریالیټي ۶۰۰ افغانۍ او مالیه یې هم ۲۰ سلنه وه، خو د اسلامي امارت تر راتګ وروسته یې ریالیټي له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ افغانیو پورې ده او مالیې یې هم ۱۰ سلنه لوړه شوې.

نوموړی تاییدوي چې د ډبرو سکرو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو په وینا یې، سوداګرو ته یو ټن په ۳۰۰۰ افغانۍ ورکوي چې له مالیې او نورو لګښتونو سره هغوی ته په څه باندې ۷۰۰۰ افغانۍ تمامېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، پاکستان کې یو ټن د ډبرو سکاره په څه باندې ۴۵۰۰۰ کلدارې پلورل کېږي او دغه هېواد ته د ډبرو سکرو په صادراتو کې د زیاتوالي لامل، نورو هېوادونو سره د پاکستان د تړونونو بندېدل دي.

دا په داسې مهال ده چې د کانونو برخې انجنیر محمد لقمان د ډبرو سکرو په رایستلو کې پر احتیاط ټینګار کوي او وایي، که په مسلکي توګه استخراج نه‌شي، ښايي ضایعات یې زیات وي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوس وخت کې د استخراج پرمهال د ډبرو سکرو ضایعات ۴۰ سلنه دي او هغه ۶۰ سلنه چې ترلاسه کېږي، ډېره ګته یې ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي، اسلامي امارت باید د کانونو د رایستلو په اړه ځانګړې پالیسي ولري. نوموړي وویل، که د ډبرو سکرو بې‌سارې استخراج له یوې خوا د دولت بودجې ته ګټه لري، خو ترڅنګ یې زیانونه هم لري.

هغه زیاته کړه: «زیانونه یې دا دي چې د ژمي لپاره به د سون توکو زېرمه نه‌وي، لرګي ورسره قیمته کيږي، سکاره قیمته کيږی. همدارنګه مونږ به یو خطرناک سوړ ژمي ولرو او ولس او مصرف کونکو ته په زیان تمامېږی.»

تر دې وړاندې د مالیې وزارت ویلي و، د اسلامي امارت په راتګ سره څه باندې دوه میلیونه ټنه د ډبرو سکاره بهر ته صادر شوي او څه باندې ۴ میلیارده افغانۍ یې د محصول له درکه ترلاسه کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت د مېوو صادراتو ته د زیان رسېدو مخنیوي لپاره، د تورخم له لارې د ډبرو سکرو لېږد بند کړي، خو د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو له لارې بهر ته یې د وړلو بهیر روان دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام