Asset 1SWN

سلام وطندار

متقي دراني ته: امنیتي ستونزې دې د ګډې کمېټې له‌خوا حل شي

5555

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف‌خان دراني سره لیدنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو امنیتي ستونزې دې د یوې ګډې کمېټې له لوري هوارې شي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې متقي له دراني سره د لیدنې پر مهال د امنیتي، سوداګریزو، پر ډیورنډ کرښه او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په خبرپاڼه کې د امیرخان متقي له قوله ویل شوي چې افغانستان او پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې د یوې ګډې کمېټې له‌خوا د حل غوښتنه او دواړو لوریو راتلونکې کې د ورته ناوړو  پېښو پر مخنیوي ټينګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا‌احمد تکل رسنیو په استولي غږیز پیغام کې ویلي: «دواړو لوریو ټينګار وکړ چې د اختلافي موضوعاتو حل لپاره باید عاجل اقدامات تر لاسه لاندې ونیول شي او راتلونکې کې د هر ډول پېښې مخه دې ونیول شي.»

د سیاسي چارو شنونکي د هېوادونو له لوري له افغانستانه د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنو ته په ځواب کې وايي چې سرپرست حکومت باید نړۍ ته د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې برخه کې د عملي اقداماتو ډاډ ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکي باقر محسني وویل: «اسلامي امارت تر د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په لټه کې دی او د نړیوالې ټولنې له لوري ورته شرایط وضع شوي، که په رسمیت پېژندل کېږي، اسلامي امارت دې ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، که دا اندېښنې زیاتېږي، د ا.ا او نړۍ ترمنځ به واټن  ډېرېږي.»

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي ویس ناصري هم وویل، نړیوال به هلته قناعت ترلاسه کړي چې افغانستان کې یو مسوول او ځواب ویونکی حکومت رامنځته شي.

هغه وویل: « د نړۍ او افغانانو ډاډ هلته ترلاسه کېږي چې ا.ا حکومت نړیوال قوانین او کنوانسیونونه مراعت کړي او افغانستان کې یو مسوول حکومت رامنځته شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې ترهګرۍ سره مبارزه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې له شرطونو څخه شمېرل کېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام