د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې یوازې یې د روان میلادي کال په ترڅ کې په افغانستان کې له ۱۱.۸ میلیونه کسانو سره خوراکي مرسته کړې ده. په اسیا کې د دغه سازمان استازولۍ نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د اکتوبر په میاشت کې له ۵.۱ میلیونه کسانو سره، د سپټمبر په میاشت کې څلور میلیونه او ۱.۳ میلیونه کسانو ته بیا په اګسټ میاشت کې مرستې شوې دي.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اجرايي رییس ډېوډ بسلي تېره ورځ له یو‌شمېر رسنیو سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې راتلونکې شپږ میاشتې په ځانګړې توګه ژمی به د افغانستان وګړو لپاره د «ځمکې پر سر دوزخ» وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو‌شمېر سیاسي کارپوهان بیا نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه د دغه ناورین مسوول بولي او وايي چې ملګري ملتونه د دې پرځای چې په افغانستان کې د انساني ناورین په اړه خبرداری ورکړي، ښه به وي چې مخه یې ونیسي. دوی ټينګار کوي چې ملګري ملتونه باید د همغږۍ له لارې داسې پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سیاسي چارو نور شنونکي بیا په دې باور دي چې له یوه پلوه ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه پېژني او له بل لوري داسې پلان هم نه لري چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. دوی وړاندېز کوي چې اسلامي امارت باید په ټولو ادارو کې داسې کسان وګوماري چې د هېواد اقتصاد پیاوړی او اغېزمن پروګرامونه عملي کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام