بېګاه شپه شاوخوا ۲ نیمې بجې د ختیځ زون ډېره برخه شدیدې زلزلې ولړزوله چې له کبله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

دغه زلزله چې د ريښتر په کچه ۵،۳ درجې اټکل شوې مرکز یې د ننګرهار شمال ختیځ د هندوکش غرونه ښودل شوي دي. زلزلې تر ټولو ډېر زیان په کونړ ولایت کې اړولى دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د دې ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست د زیانونو ارزونې مدیر احسان‌الله احسان سلام‌وطندار ته ویلي چې د بېګاه شپې زلزلې د نورګل ولسوالي په شلط، ودیر، اریت او ماما‌ګل سیمو کې شپږ کسان مړه کړي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.

هغه وویل، لسګونه کورونه هم د دې زلزلې له کبله زیانمن شوي چې له زیانمنو سره د مرستې لپاره یې ټيمونه سیمې ته رسېدلي دي. احسان زیاتوي چې ښايي د زلزلې له کبله د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو کچه تر دې هم لوړه شي.

په ورته مهال ولسي سرچینې هم  وایي چې زلزلې د کونړ د یو‌شمېر نورو سیمو تر څنګ د څوکۍ ولسوالي په دیوه‌ګل دره کې هم خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

له دې سربېره د جلال‌اباد حوزوي روغتون مسوولان وایي، د بېګاه شپې زلزلې له کبله ۳۰ کس ټپیان روغتون ته وړل شوي چې څلور مېرمنې هم په‌کې شاملې دي.

د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب‌الله رحیمي سلام‌وطندار ته ویلي، په ټپیانو کې ۲۴ کسان د ننګرهار پوهنتون ليليې زده‌کړیالان دي چې د زلزلې له وېرې د وارخطايۍ پرمهال یې له یو بل سره ټکر شوي او یا یې له لوړ ځای ټوپ کړی دی.

بل‌خوا لغمان کې هم د زلزلې له کبله دوه کسان ټپیان شوي او ۱۵ کورونه ویجاړ شوي، خو د یاد ولایت د ویاند مرستیال رفیع‌الله رفیع سلام‌وطندار ته ویلي، دا وروستي جزیات نه دي او ښایي د زیانونو کچه تر دې لوړه شي.

د کونړ د نور‌ګل ولسوالي یوه اوسېدونکي حمیدالله سلام وطندار ته ویلي چې د نیمې شپې زلزلې ټکانونه ډېر شدید و چې له کبله یې د دوی په سیمه کې خلکو ته ډېر زیان اوښتی دی.

هغه د حکومت په ګډون له مرسته‌کوونکو بنسټونو وغوښتل چې له زلزله ځپلو سره دې هر څه ژر بېړنۍ مرستې وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر دې دمخه په جون میاشت کې پکتیکا او خوست ولایتونو کې هم سختې زلزلې شوې وې چې سلګونه کسانو ته یې د مرګ‌ژوبلې سربېړه، درانه مالي زیانونه هم اړولي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام